د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بلوچستان کې د امنیت ساتلو لپاره جرګې ضروري دي: سیاسي او قبایلي مشران


په کوټه کې د یو پخوانۍ چاودنې عکس
په کوټه کې د یو پخوانۍ چاودنې عکس

کوټه - په بلوچستان کې یو شمېر سیاسي او قبایلي مشرانو په یو غونډه کې ویلي چې په صوبه کې د امن پر ځای کولو لپاره جرګې او ناستې ډېرې ضروري دي.

دا خبره په کوټه کې د ترهګرۍ په پېښو کې د وژل شوو کسانو د خپلوانو له خوا په جوړ شوي سمینار کې شوې ده.

دا غونډه د مارچ پر شپږمه د کوټې په پریس کلب کې شوې ده او د وژل شوو کسانو د خپلوانو ترڅنګ پکې د صوبې یو شمېر سیاسي او قبایلي مشرانو هم ګډون کړی دی.

په غونډه کې شریکو مشرانو په صوبه او په خاصه توګه کوټه ښار کې د شویو بریدونو په اړه یو شمېر پوښتنې راپورته کړې دي.

د کوټې ښار د سرکي سړک اوسېدونکي حاجي عبدالقیوم کاکړ غونډې ته په وینا کې وویل چې د ده ورور حاجي محمد نسیم د فرورۍ پر ۱۷مه د کوټې پریس کلب ته نژدې چا او ولې وژلی وو؟

ده تور پورې کړ چې حکومت نه یوازې د امن په ټینګولو کې پاتې راغلی بلکې په بریدونو کې د مرګ ژوبلې په اړه رښتیا لا هم نه وايي.

یو بلوڅ قبایلي مشر نوابزاده لښکري ریساني غونډې ته په وینا کې وویل چې حکومت د ولس ژوند او مال په خوندي ساتلو کې پاتې راغلی دی.

نوموړي د صوبې پر سیاسي او قبایلي مشرتابه غږ وکړ چې باید په خپلو کې جرګه شي او د امن لپاره یو تګلاره وټاکي.

مذهبي عالم او سیاستوال مولانا محمد خان شېراني سمینار ته وویل په کار ده چې د صوبې دیني عالمان ، سیاستوال او قبایلي مشران په شپږو میاشتو یا کال کې یو ځل خامخا سره کښېني او پر حالاتو بحث کوي.

مولانا محمد خان شېراني وویل ، په نړۍ کې داسې هیڅ یو مشکل نشته چې د هغه حل دې ونه لټول شي.

یو ټولنیز فعال نظر بړېڅي وویل ، په کوټه او نورو سیمو کې داسې لویې پېښې وشوې چې باید د قام مشران ورباندې راټول شوي وای او د خپل قام د ستونزو د هواري لپاره یې یو بل ته لاس ورکړی وای.

دا غونډه په داسې حال کې شوې چې د پاکستان د کورنیو چارو وفاقي وزیر اعجاز شاه هم په دې ورځ کوټې ته په سفر ورغلی وو.

نوموړي ویلي چې د پخوا پرتله اوس په په بلوچستان کې امنیتي حالت ښه شوی دی.

د ده په وینا حکومت د ترهګرو ملا ماته کړې او اوس یې یوازې باقیات پاتې دي او هغه به هم ډېر زر له منځه یوړل شي.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG