د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: د وزیرستان کډوال وايي د پاکستان حکومت یې تپوس نه کوي


په خوست کې د وزیرستانیو کډوالو پخوانی عکس
په خوست کې د وزیرستانیو کډوالو پخوانی عکس

پراګ - د افغانستان په خوست کې مېشت د شمالي وزیرستان کډوال وايي ، د افغانستان حکومت او ځینې غیر حکومتي ادارې ورسره تر یو څه حده خوراکي مرستې کوي خو هغه دومرې نه دي چې دوي ورته کافي ووایي.

د دې کډوالو د مشرتابه کمېټۍ یو غړي ډاکټر حیات محسود د مارچ پر شپږمه مشال راډیو ته وویل چې پاکستان یې له تېرو څو میاشتو راهسې هیڅ حال ندی کړی.

ده وویل ، "تر اوسه د پاکستان د حکومت له خوا یا د شمالي او جنوبي وزیرستان د ځايي انتظامیې له خوا موږ ته د ستنېدو په اړه څه غوښتنه یا وړاندیز نه دی شوی."

ډاکټر حیات محسود وویل چې د وزیرستان د کډوالو شاوخوا ۷۵۰۰ زره کورنۍ لا هم په خوست کې دي او غواړي چې زره تر زره خپلو سیمو ته ستنې شي.

د ده په وینا ، دا زیاتره د هغو سیمو دي چې د امدن لویه وسیله یې زڼغوزي وو چې اوس ترې هیڅ ګټه نشي اخیستلای.

د خیبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې مې د شمالي وزیرستان له استازي میرکلام وزیر څخه وپوښتل چې دوي د خپلې سیمې د دې بې کوره کړل شوو خلکو د ستنولو لپاره څه کړي دي او که نه؟

میرکلام وزیر وویل چې دوي په وار وار په دې اړه حکومت ته خواست کړی دی خو د ده په وینا ، حکومت دې مسلې ته هغسې توجه نه کوي لکه څنګه چې په کار ده.

میرکلام زیاته کړه ، "ما حکومت ته وړاندیز کړی وو چې دا کډوال که خپلو سیمو ته نه پرېږدي نو تر څو چې یې خپلې سیمې پاکېږي تر هغه وخته یې د ملک په نورو سیمو کې پرېږدي چې او د بکاخېل کمېپ په څېر مرستې ورکوي خو حکومت موږ ته تر اوسه څه څرګند ځواب نه دی راکړی."

د خیبر پښتونخوا حکومت تر ژمي وړاندې ویلي وو چې په درو میاشتو کې به په خوست کې مېشت وزیرستاني کډوال خپلو سیمو ته ستنوي.

د اطلاعاتو له صوبايي وزیر اجمل وزیر څخه مو وپوښتل چې حکومت د دې کډوالو د ستنولو لپاره تر اوسه څه پرېکړه کړې ده او که نه؟

نو هغه وویل په راتلونکو څو ورځو کې به په دې اړه غونډه کوي او په هغه کې به تر سلا مشوره وروسته یو پرېکړه کوي.

اجمل وزیر وویل ، "چې په کوم ځای کې تصدیق شوی دی او په کوم ځای کې ستونزې دي نو په دې اړه به موږ لومړی معلومات را غونډوو او بیا به دا مسله وزیراعلی ته وړاندې کېږي او د هغه په مشرۍ کې به پر دې غونډه کوو او بیا به یو پرېکړه کوو."

د پاکستان پوځ چې کله د ۲۰۱۶م کال د جون په میاشت کې په شمالي وزیرستان د وسله والو پرضد د ضرب عضب په نامه عملیات پیل کړل نو له دې سیمو خلکو کډه وکړه چې یو لویه برخه یې د افغانستان خوست ولایت ته هم لاړل او له هغه راهسې هلته ژوند کوي.

XS
SM
MD
LG