د لاسرسي ځای

تازه خبر

وزیرستاني کډوال غواړي د غلام خان له لارې ستانه شي


په خوست کې وزیرستاني کډوال د غونډې پر مهال

خوست - په خوست کې د وزیرستانیو کډوالو د وزیرو قوم د بېلابېلو خېلونو یو شمېر مشرانو د پاکستان له حکومته وغوښتل چې د دوی کورنیو ته دې د غلام خان بندر پر لاره د ستنېدو اجازه ورکړي.

دوی د مارچ پر پېنځمه په خوست کې د یوې غونډې پر مهال مشال راډیو ته وویل، وزیرستاني کډوال په افغانستان کې کاروبار نه لري او د خوارۍ مزدورۍ لپاره له خوست پرته نورو ولایتونو ته ازاده تګ او راتګ هم نشي کولی.

وزیرستانیو مشرانو وویل، که د دوی غوښتنو ته پام ونشي، په کابل کې د پاکستان له سفارت سره به خپلې ستونزې شریکې کړي.

د وزیرستان د وزیرو د قوم اړوند د زووۍ سیدګي، لټکومچه، ګړ مده خېل، خړ تنګي، تورتنګي، مایزر مده خېلو او خدرخېلومشرانو وویل، د پاکستان حکومت د وزیرستانیانو هغو کورونو ته چې په جګړه کې ړنګ شوي، څلور لاکه او چې زیانمن شوي، یو لک۶۰ زره روپۍ تاوان ورکوي، خو که دوی هلته نه وي، نو له هغو پیسو هم بې برخې کېږي.

ملک حبیب خان مده خېل د پاکستان له حکومته وغوښتل، چې په خوست کې د وزیرستانیو کډوالو د ستنېدو لپاره د غلام خان لاره پرانیزي.

وزیرستاني کډوال وايي په خوست کې هېڅ کاروبار نه لري
وزیرستاني کډوال وايي په خوست کې هېڅ کاروبار نه لري

ده زیاته کړه، دوی د ۶،۰۰۰ کډو کاغذونه او اسناد پاکستان ته لېږدولي دي، خلک هم دلته له ستونزو سره مخامخ دي او هم هلته.

یو قومي مشر ګل فرازخان وویل، د دوی ستونزه دا ده چې په خوست کې د پیسو ګټلو هېڅ لار نه لري او داسې اسناد هم ورسره نشته، چې بل ځای ته مزدورۍ پسې ولاړ شي.

ده زیاته کړه چې په افغانستان کې ورته مرستې هم کمې شوي نو ځکه د لارې خلاصولو غوښتنه کوي.

د وزیرو د قوم د زووۍ سیدګی یو ځوان شاهدین وايي:

"د غلام خان لارې د خلاصولو مو غوښتنه ده او که بیا يې نه خلاصوي، نو موږ مجبور یو چې کابل ته ولاړ شو او هلته په دې اړه د پاکستان له سفارت سره خبرې وکړو."

د وزیرستانیو کډوالو دوه نور مشران ملک زرجانان او محمدشریف وايي، په افغانستان کې يې ښه عزت شوی، خو اوس د وخت تیرۍ لپاره څه نه لري، نو غواړي خپلو سیمو ته ستانه شي.

د خوست کډوال وايي مرستې ورته کمې شوې دي
د خوست کډوال وايي مرستې ورته کمې شوې دي

بل لوري ته د خوست د کډوالو چارو ریاست وايي، د وزیرستانیو کډوالو په اړه د افغان حکومت پالیسي هماغه مخکینی ده، په پاتې کېدو کې يې افغان حکومت ستونزه نه لري او د ستنېدو اختیار يې خپل دی.

د کډوالو چارو رییس محمد هاشم حلیم وویل، د مارچ تر پایه نړیوال خوراکي سازمان د وزیرستانیو کډوالو لپاره د مرستو قرارداد لري، د جنوري میاشتې مرستې يې ورکړي او د فبروري میاشتې د مرستو وېش يې روان دی.

د نوموړي په وینا دا مهال د خوست په ګلان کېمپ او نورو سیمو کې د وزیرستانیو کډوالو خواوشا ۸،۵۰۰ کورنۍ میشتې دي.

د شمالي وزیرستان انتظامیې او د پاکستان حکومت په بیا بیا ویلي چې د کډوالو ستنولو ته ژمن دي او په دې برخه کې یې له خوست او د افغانستان له نورو ولایتونو څخه زیاتره کورنۍ خپلو کلیو ته ستنې کړې هم دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG