د لاسرسي ځای

تازه خبر

په لسګونه هېوادونو کې له ښځو سره توپیري چلند کېږي: ملګري ملتونه


۲۰۱۹ز: په پېښور کې د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت لاریون
۲۰۱۹ز: په پېښور کې د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت لاریون

ملګرو ملتونو د مارچ پر پېنځمه په یو رپورټ کې ویلي دي، پر دې سربېره چې په نړۍ کې په تېرو لسیزو کې د ښځو او سړیو ترمنځ د توپیر پر ختمولو کارشوی، خو لا هم په ټولنه کې د ښځو پر وړاندې تعصب شته او هغوی په ټولنه کې لا هم لا توپیري سره مخامخ دي.

د ملګرو ملتونو د پرمختیایي پروګرام (یو اېن ډي پي) څېړونکي وایي، د نړۍ نېږدې نیمايي ابادي داسې ګمان کوي چې سړي ښه سیاستوالان دي، ښه کاروباریان او سوداګر دي.

رپورټ وايي، د نړۍ ۴۰ سلنه خلک داسې فکر کوي چې سړي ښه تجارتي مرکزونه او کمپنۍ جوړولای شي.

دوی داسې ګمان هم کوي چې که د کار کمی وي نو لومړی د سړي حق جوړېږي چې یو کار یا نوکري ترلاسه کړي.

بلخوا نېږدې ۳۰ سلنه خلک داسې ګمان کوي چې سړی د خپلې ښځې د وهلو اجازه لري.

د یو اېن ډي پي څېړونکي وایي، په ټولنه کې ډېرې داسې خبرې، رواجونه او مسلې شته چې د ښځو په سیاست کې د برخې، تعلیم حاصلولو یا د کار کولو په لاره کې خنډونه دروي.

نېږدې ۳۰ سلنه خلک داسې ګمان کوي چې سړی د خپلې ښځې د وهلو اجازه لري.
د رپورټ یوه برخه

په رپورټ کې له ۷۵ ملکونو معلومات غونډ شوي چې د نړۍ ۸۰ سلنه ابادي جوړوي.

له رپورټ سره سم، په هغو سیمو او هېوادونو کې په ټولیز ډول پرمختګ شوی چې پکې ښځو او سړیو ته د تعلیم، صحت او کار یو شان موقعې ورکړل شوې دي.

په ټوله نړۍ کې یوازې ۲۴ سلنه ښځې په پارلېمانونو کې دي.

د ملګرو ملتونو پرمختیايي ادارې له رپورټ سره سم، پاکستان، قطر، نایجېریا، زېمبابوې او اردن له هغو هېوادونو دي چې پکې د ښځو او سړیو ترمنځ توپیر زیات دی.

بلخوا په انډورا، نیدرلینډز، ناروې، سویډن او نیو زيلینډ کې په ټولنه کې د ښځو او سړیو ترمنځ تر ټولو کم فرق دی.

د فېسبوک تبصرې

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG