د لاسرسي ځای

تازه خبر

سعودي عرب کې هم د کرونا وايرس لومړۍ پېښه ثبت شوې


سعودي عرب کې زیارت کوونکيو له کرونا وايرس د ژغورنې لپاره ماسکونه لګوي (ارشېف)
سعودي عرب کې زیارت کوونکيو له کرونا وايرس د ژغورنې لپاره ماسکونه لګوي (ارشېف)

په سعودي عرب کې د کرونا وایرس لومړۍ پېښه ثبت شوې ده.

چارواکي وايي، ناروغه کس د سعودي عرب وګړی دی چې د بحرین د لارې له ایرانه ستون شوی دی. د چين له اوهان ښاره، راپېدا شوی کرونا وایرس د مخنیوي لپاره سعودي عرب تېره اونۍ د عمرې او سېلګرۍ لپاره د خلکو پر ورتګ بندېز لګولی وو.

د روغتیا نړیوالې ادارې (ډبلیو ایچ او) ويلي، د کرونا وایرس د وبا په اړه نړۍ لا هم د نامعلوم صورتحال سره مخامخ ده.

د مارچ تر دويمې پورې په ټوله نړۍ کې د کرونا وایرس د ناروغانو شمېر له ۸۹۰۰۰ واوښت او څه د پاڅه ۳۰۰۰ کسان د دې وایرس له وجې مړه شوي دي.

د کرونا وایرس زیاتره متاثرین په چین کې دي خو د نړۍ له ۷۰ زیاتو هېوادونو کې د دې وایرس مثبتې پېښې رپورټ شوې دي.

د ډبلیو ایچ او مشر ویلي، له چین څخه بهر د کرونا وایرس ۸۰ فیصده ناروغان په څلورو هېوادونو یعنې ایران، جنوبي کوریا، اټلي او جاپان کې دي.

د فېسبوک تبصرې

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG