د لاسرسي ځای

تازه خبر

اردغان د مارچ پر پېنځمه له پوتین سره د شام پر شخړه غږېږي


اردغان د مارچ پر پېنځمه مسکو ته ځي
اردغان د مارچ پر پېنځمه مسکو ته ځي

د ترکیې د ولسمشر دفتر وايي، رجب طیب اردغان روانه اوونۍ په مسکو کې له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره ویني.

دا ملاقات پر داسې وخت کېږي چې په شام کې د دواړو هېوادونو ترمنځ تاوتریخوالی او ترینګلتیا په زیاتېدو ده.

ترکیې د مارچ پر دویمه تایید کړه چې د شامي یاغیانو تر واک لاندې ادلېب کې یې د نښتو تر زیاتېدو وروسته د روسیې پلویو شامي ځواکونو ضد عملیات پیل کړي.

تېره اوونۍ د تاوتریخوالي پر مهال په هوايي برید کې ۳۴ ترکي سرتېري وژل شوي ول چې تور یې پر شام پورې شوی وو.

د ترکیې د ولسمشر دفتر د مارچ پر دویمه ویلي، ټاکل شوې اردغان د مارچ پر پېنځمه په یو ورځني سفر مسکو ته ولاړ شي.

د مارچ پر لومړۍ ترکیې په ډرون برید کې ۱۹ شامي سرتېري ووژلاو دوه حکومتي جنګي الوتکې یې وغورځولې.

ترکیه او روسیه چې د شخړې د مخالفو خواو ملاتړ کوي، تر اوسه یې له مخامخ جګړې ډډه کړې.

د فېسبوک تبصرې

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG