د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د کورونا وایرس له وجې د چمن پوله تړي


د چمن پوله
د چمن پوله

پاکستان د مارچ له دویمې نېټې د افغانستان سره د چمن پوله تړي. چارواکو د مارچ پر لومړۍ نېټه ویلي، دا ګام د کورونا وایرس د مخنیوي په موخه اخېستل شوی دی.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت لخوا د مارچ پر لومړۍ نېټه په خپره شوې یوه اعلامیه کې ویل شوي چې د چمن پوله به تر یوې اوونۍ پورې تړلې وي.

په کوټه کې د بلوچستان د کورنیو چارو وزارت مشال راډيو ته د دې خبرې د پخلي کولو سره وویل، دا ګام له کورونا وایرس څخه د افغانستان او پاکستان د ولسونو د ساتنې په مقصد اخېستل شوی دی.

د بلوچستان چارواکي وايي، د افغانستان سره د پولې د تړل کېدو له وجې د اوو ضلعو کویټې، پښین، کلا عبدالله، نوشکي، چاغي، ژوب او کلا سیف الله ولسونه تر اغېز لاندې راځي ځکه چې د یادو سیمو خلک د چمن پر پوله د افغانستان سره تګ راتګ او تجارت کوي.

د افغانستان له غاړې هم د کندهار او هلمند خلک د تجارت او علاج لپاره بلوچستان ته سفرونه کوي او د حکومتي شمېرو ترمخه د دواړو خواوو ترمنځ هره ورځ د ۱۰ زرو په خواو شا کې خلک تګ راتګ کوي.

پاکستاني چارواکي وايي، د افغانستان سره د تورخم لاره به دم ګړۍ ته پرانېستې وي.

پاکستان تر دې وړاندې د فبرورۍ په ۲۲مه د ایران سره د تفتان پوله هم تړلې وه او د فبرورۍ له ۲۹مې نېټې نه یې د ایران سره پروازونه هم ځنډولې دي.

خو د بلوچستان د حکومت ویاند لیاقت شاهواني د فبرورۍ پر ۲۸مه وویل، په ایران کې بند پاتې ۳۰۰ زایرینو ته یې اجازه ورکړې چې پاکستان ته داخل شي.

لیاقت شاهواني ویلي وو، د هغو ټولو کسانو طبي معاینه یا سکرینینګ به کېږي او بیا به تر ۱۰ ورځو په روغتون کې ساتل کیږي.

چارواکي وايي چې دا وخت په ایران کې ۵۰۰۰ هغه پاکستانیان ایسار دي چې دغه هیواد ته د زیارتونو لپاره تللي وو.

XS
SM
MD
LG