د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران کې نهه نور کسان د کورونا له وجې مړه شوي


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

د ايران د روغتیا وزارت وياند د فبرورۍ پر ۲۹مه وویل، د کورونا وايرس له وجې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې نهه کسان مړه شوي چې له دې سره په ټول ملک کې تر اوسه ۴۳ کسانو د دغه وایرس له وجې ژوند بایللی دی.

په ايران کې د چارواکو په خبره تر اوسه په ۵۹۳ کسانو کې د کرونا وایرس مثبت موندل شوی دی.

د روغتیا وزارت وياند کيانوش جهانپور د فبرورۍ پر ۲۹مه د کورونا وايرس له وجې د متاثره شويو کسانو شميرې اعلان کړې.

هغوی پر خلکو غږ وکړ چې له ګڼې ګوڼې ځايونو ته له ورتلو او فضايي سفرونو څخه دې ډډه وکړي.

له چين وروسته په ايران کې د کورونا وايرس له وجې ډير زيات کسان مړه شوي دي.

د بي بي سي فارسي څانګې د ناڅرګنده سرچينو په حواله لیکلي چې د کورونا وايرس له وجې په ایران کې لږ تر لږه ۲۱۰ کسان مړه شوي دي. خو د ايران د روغتیا وزارت دا خبره رد کړې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG