د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سالارزو مشران وايي، پوځ به یې نور پر کورونو چاپې نه وهي


پاکستاني پوځیان په شمالي وزیرستان کې
پاکستاني پوځیان په شمالي وزیرستان کې

د باجوړ سالارزو مشران وايي، د سيمې پوځي چارواکیو ورته باور ورکړی چې پر کورونو به يې نورې چاپې نه وهل کېږي او اخېستل شوې وړه وسله به هم بیرته ورکړل شي.

د سالارزو يوه قبايلي مشر فضل ربي په چارشنبه مشال راډیو ته وويل، د دوی په سيمه کې په تېرو شا او خوا اتو مياشتو کې پنځوس کسان د ناڅرګنده وسله والو په هدفي بريدونو کې وژل شوي دي.

نوموړی وايي که يو خوا په سيمه کې بد امني زياته شوې نو بلخوا پوځ له خلکو وسلې ټولوي: ''خلکو پوځ ته وويل، چې موږ د ترهګرو خلاف ستاسو ملګري يو نو که چېرې ترهګر ووينئ نو موږ ټول به ستاسو ملاتړ کوو خو داسې نه کېږي چې تاسو راځئ او زموږ په کورونو چاپې وهئ. دوی ړومبې پر لاوډ سپيکرو اعلان وکړي چې له کورونو مېرمنې راوباسئ او له هغه وروسته مو د کورونو تلاشۍ اخلي.''

د سالارزو يو بل قبايلي مشر او د قامي اسمبلۍ پخوانی غړي شهاب الدين خان د فبروري پر ۲۶مه نېټه مشال راديو ته وويل چې د فبرورۍ پر ۲۵مه یې پوځي چارواکو ته په یوه غونډه کې وويل چې د دوی په سيمه کې حالات ګډوډ دي او پوليس نظام هم په مکمله توګه نه دی نافذ نو بايد چې له خلکو وسله وانخستل شي ځکه چې په دې هغوی خپلځان ساتي: ''موږ پوځ ته وويل چې حکومت دې هله له خلکو وسلې واخلي چې کله دلته پوليس تاڼې جوړې شي او نظام زمه وارو کسانو ته وسپارل شي. د باجوړ سکاوټس چې کوم کمانډنټ دی نو هغه موږ ته باور راکړ چې تاسو ته به خپله وسله واپس کړو او د کورونو تلاشۍ به مو بندې شي.''

همداراز څرګندونې د غونډې يو بل ګډونوال او د جماعت اسلامي يو ځاي مشر محمد حميد صوفي هم وکړې.

نوموړی چې د عنايت کلي اوسېدونکی دی وايي د دوی په سيمه کې ځينې کسان چې ځان وسله وال بولي په زوره له خلکو پيسې هم غواړي: ''د ناڅرګندو کسانو لخوا ټېلېفونونه راځي او له خلکو د پیسو غوښتنه کوي نو موږ حکومت ته خواست وکړ چې خلک په ډېره وېره کې دي او بايد د دې مخنيوي وکړي.''

بلخوا د باجوړ ضلعي پوليس افسر يا ډي پي او پير شهاب علي شا وايي، په سيمه کې ورته د ناامنۍ په اړه مالومات نشته او نه ورته چا په دې لړ کې شکايت کړی دی: ''تر اوسه له موږ سره هېچا کوم اېف ای ار نه دی درج کړی. او نه چا شکايت کړی نو موږ خو به هله کاروايي کوو چې څوک څه قسمه اېف ای ار درج کړي.''

د يادونې ده چې په ۲۰۰۷ ز کال کې د باجوړ يوشمېر سيمې د وسله والو په قبضه کې وې چې پرضد يې بياپه ۲۰۰۸ ز کال کې پوځي عملياتو ترسره شول چې له کبله يې زرګونه کورنۍ بې کوره شوې. اوس خلک خپلو کورونو ته ستانه شوي خو په دې وروستيو کې بيا هلته د بدامنۍ پېښې زياتې شوي دي.

XS
SM
MD
LG