د لاسرسي ځای

تازه خبر

عدالت: پاکستان کې ښځې د نارينوو په شان د رايې ازادۍ حق لري


پاکستان کې د ښځو لاريون (ارشيف)
پاکستان کې د ښځو لاريون (ارشيف)

پراګ: ټاکل شوې چې د پاکستان په يو شمېر لويو ښارونو کې د ښځو د نړيوالې ورځې په مناسبت د "عورت مارچ" په نوم لاريونونه وشي.

که څه هم د دې لاريونونو د مخنيوي لپاره د فبرورۍ پر ۲۴مه د عدالتي فعاليت شورا مشر وکيل اظهر صديقي په لاهور هايکورټ کې درخواست جمع کړی و چې د مارچ پر اتمه دې د دې لاريونونو مخنيوی وشي. خو عدالت د فبرورۍ پر ۲۷مه د دې مقدمې د اورېدنې پر مهال وويل چې د پاکستان ايين خپلو ټولو وګړو ته د رايې د ازادۍ حق ورکوي او ښځې هم کولای شي چې دا لاريونونه په سوله ييزه توګه تر سره کړي.

اظهر صديقي دغه درخواست پر خپلې فېسبوک پاڼې خپور کړی چې تور يې پورې کړی چې د عورت مارچ په نوم د دغو لاريونونه ملاتړ د رياست ضد ډلې کوي چې په هېواد کې ګډوډۍ، بې حيايۍ او کرکې خورېدو ته لاره هواروي.

ټولنه بايد نوي رويې او د اظهار نوي طريقې خپلې کړي.
نګهت داد


که څه هم يو خوا عدالت دا درخواست رد کړ او بلخوا د ښځو د حقونو يوې فعالې او مدافع نګهت داد چې هغه مهال د ښځو په استازيتوب په عدالت کې موجود وه دا ټول تورونه ردوي او وايي چې د ځوان نسل د غوښتنو انداز بدل شوی دی.

"ټول خلک بايد په دې ځان پوه کړي چې د نوي نسل غوښتنې د تېرو ۲۰ کلونو په پرتله بېلې دي. اوس تاسو د ټېکنالوجۍ په دور کې ژوند کوئ. ستاسو غوښتنې بدلې شوې دي او د هغوی انداز هم بدل شی دی. ټولنه بايد دغه نوي رويې او د اظهار نوي طريقې خپلې کړي."

تېر کال د ښځو لاريون ځېنې لانجمن پېغامونه او شعارونه درلودل.
تبسم عدنان


تېر کال (۲۰۱۹م) په اسلام اباد او ځېنو نورو ښارونو کې ښځو په خپلو لاسونو کې بېنرونه راخيستي ول چې پر ځېنو يې يوشمېر کسانو اعتراضونه وکړل. د ښځو د حقونو فعاله او په سوات کې د خويندو جرګې مشره تبسم عدنان هم يو له هغو کسانو ده. نوموړې وايي چې تېر کال د ښځو لاريون ځېنې لانجمن پېغامونه او شعارونه درلودل.

"د 'ميرا جسم ميري مرضي' (زما بدن زما خوښه) غوندې شعارونه نه خو زموږ له ټولنې سره سمون خوري او نه هم زموږ له دين سره."

د تبسم عدنان په خبره د ښځو لپاره په کال کې يوازې د يوې ورځې لاريون زيات اغېز نلري. نوموړې زياتوي که د ښځو د حقونو په اړه منظورې شوې قانوني مسودې او نور قوانين په سختۍ سره عملي کړل شي نو بيا به د ښځو ستونزې هوارې شي.

بلخوا نګهت داد هم د تبسم عدنان لخوا د قانون عملي کولو غوښتنې ملاتړ کوي او زياتوي چې په عورت مارچ کې د ټولو طبقاتو د ښځو غږ او غوښتنې ځای شوي دي.

"زموږ د لاريون غوښتنې دا دي چې ښځو ته دې د نارينوو په څېر د کار کولو يو شان فرصتونه برابر کړل شي او دوی ته دې د کار کولو په بدل کې له قانون سره سم اُجرت يا مزدوري ورکړل شي. بله غوښتنه مو په جايداد او وراثت کې د ښځو حق ده."

په پاکستان کې د عورت مارچ په نوم د ښځو د نړيوالې ورځې په مناسبت لوی لاريونونه په ۲۰۱۸م کال کې له کراچي څخه پيل شول چې اوس هر کال د دې هېواد په لويو ښارونو کې د مارچ پر اتمه د ښځو د نړيوالې ورځې په مناسبت تر سره کېږي. په پاکستان کې د ۲۰۱۷م کال د سرشمېرنې له مخې ښځې د دې هېواد د شاوخوا ۲۱ کروړه ابادۍ ۴۸ اعشاريه ۷۶ برخه جوړوي.

XS
SM
MD
LG