د لاسرسي ځای

تازه خبر

د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي کمولو پرېکړه د اوربند پر لور یو ګام دی: ولسمشر غني


افغان ولسمشر اشرف غني
افغان ولسمشر اشرف غني

پراګ - د افغانستان ولسمشر اشرف غني ویلي چې په یوه اونۍ کې به له احتیاطه ډک عمل کېږي او د افغانستان امنیتي ځواکونه به وضعیت له نژدې او په دقت څاري.

ولسمشر اشرف غني د ۲۱مې فرورۍ په شپه پر ملي ټلوېزیون په خپره شوې وینا کې ولس ته وویل چې د افغانانو غوښتنه دایمي سوله، اوربند او د مذاکرو پېل دی.

د ده په وینا ، دا چې طالبانو د تاوتریخوالي د کمولو هوکړه کړې، هم د اوربند او پایه دارې سولې پر خوا یو ګام دی.

ولسمشر غني وویل: "له شک پرته د دې اونۍ د څار او ارزونې لپاره د هېواد ټولو دفاعي او امنیتي ځواکونو ته دستور العمل صادر شوی او هغوی به په لوړه کچه خپل احضارات ولري، خو په واقعیت کې، دا د افغانستان خلک دي چې د تاوتریخوالي د کموالي په اوونۍ کې به خپله ارزونه او قضاوت څرګند کړي."

نوموړي وویل چې د افغانستان امنیتي ځواکونه به په دفاعي حالت کې وي.

ده زیاته کړه چې "زه د وسله والو ځواکونو د اعلی سرقومندان په حیث اعلان کوم چې زموږ ځواکونه به د تاوتریخوالي د کمېدو په اوونۍ کې پر خپل دستورالعمل ولاړ وي، زموږ دفاعي او امنیتي ځواکونه به د فعالې مدافعې په حالت کې وي او له طالبانو پرته، د داعش، القاعده او نورو تروریستي ډلو پر ضد خپل عملیات جاري وساتي.”

د ولسمشر غني په وینا ،د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه به یوازې د ځان او د افغانستان د خلکو د دفاع لپاره د طالبانو په وړاندې اقدام کوي.

افغان ولسمشر دا هم په ډاګه کړه چې په افغانستان کې د سولې په اړه راتلونکي ګامونه به د دې اونۍ په پرمختګونو پورې تړلي وي.

هغه یو وار بیا په ټینګه وویل چې د سولې پروسه د افغانستان د حکومت تر مشرتابه او په مالکیت پر مخ ځي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو هم ویلي چې په یوه اونۍ کې په ټول افغانستان کې تاوتریخوالی په بې ساري ډول کم شي نو د فبرورۍ په ۲۹مه نېټه به امریکا له طالبانو سره د سولې هوکړه لاسلیک کړي.

د افغانستان د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئيس عبدالله عبدالله د پومپیو د بیان هرکلی کړی دی .

هغه پر ټوېټر لیکلي چې افغانان دا پرمختګ د سولې پر لور مهم پرمختګ ګڼي.

د ناټو عمومي سر منشي ینس سټولټنبرګ ویلي چې دا اعلان د طالبانو لپاره یوه جدي ازموینه ده چې د تاوتریخوالي د کمولو توان او اراده څرګنده کړي او په ښه نیت د سولې لپاره کار وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت باور څرګند کړی چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې لاسلیک به د بین الافغاني خبرو پېل ته لاره خلاصه کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې پاکستان تر دې ګړۍ د افغانستان له سولې سره قدم په قدم مرسته کړې ده.

د وسله والو طالبانو د نظامي چارو کمېشن د فرورۍ پر ۲۱مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د فبرورۍ تر ۲۹مې په ټولو ولایتي مرکزونو او د بهرنیو ځواکونو پر ټولو اډو، په کابل کې د حکومت پر امنیتي ادارو او پوځي اډو انتحاري حملې، راکټي حملې او نور داسې بریدونه نه کوي.

د وسله والو طالبانو په بیان کې دا هم لیکل شوي چې د افغانستان حکومت او بهرني ځواکونه به هم په دې موده کې د هغوی پر مرکزونو او پناه ځایونو د بې پيلوټه الوتکو بریدونه ، بمبارۍ، پوځي عملیات او راکټي بریدونه بندوي.

کله چې په ۲۰۱۸ م کال کې د افغانستان حکومت او وسله والو طالبانو درې ورځې غیر رسمي ډز بندي وکړه، په ډېرو ولایتونو کې ولیدل شول چې د وسله والو طالبانو وګړي د اختر په مېله کې د حکومت تر واکمنۍ لاندې سیمو ته تللی وو.

رپورټ: فرشته جلالزۍ

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG