د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر تورخم د کورونا وایرس ناروغان چڼل کېږي


په لنډیکوتل کې د کورونا وایرس تبې مالومولو بهیر
په لنډیکوتل کې د کورونا وایرس تبې مالومولو بهیر

د خیبر انتظامي چارواکي وایي، د کوروناوایرس مخنیوي لپاره یې په تورخم دروازه کې د معاینې یو مرکز خلاص کړی، هلته ګمارل شوې ډلې له افغانستانه و پاکستان ته ننوتو پر مهال د هر تن معاینه کوي.

دوی وایي، په پاک - افغان دوستۍ روغتون کې یې ورته ټول انتظامات برابر کړي دي او د تبې جوتولو ماشینونو په مټ د هر تن تبه ګوري او په تورخم، لنډيکوتل او جمرود کې ورته ګوښه خونې جوړې شوي دي او امبولنس سروس هم ورکړل شوی دی. د خیبر پښتونخوا د صحت محکمې او ګوښه خونې (کوارنتاین) محکمې کسان پکې موجود دي او ۲۴ ګنټې پر دنده وي.

د لنډيکوتل مرستیال کمشنر عمران یوسفزۍ مشال ريډیو ته وویل: ''ورځې څه باندې اووه زره ۷۰۰۰ کسان په تورخم دروازه داوړو غاړو [پاکستان- افغانستان] ته تېرېږي، موږ ورته درې ځایه کسان درولي، سړیانو لپاره بېله ډله ده، د ښځو لپاره بېله او ډرایورانو لپاره مو بېل ځای جوړ کړی دی او تر چاڼ (سکریننګ) یې تېرو، چې د چا تبه تر ۱۰۰ درجو زیاته وي هغه د کورونا وایرس شک کوو او زر یې ګوښه خونې او تر څار لاندې یې ساتو تر اوسه په تورخم باندې کومه پېښه نه ده ثبت شوې.''

د خیبر ضلعې د صحت محکمې مشر ډاکټر طارق حیات وایي: ''هر سهولت راسره موجود دې، که په تورخم کې مو په کوم مساپر شک پیدا شي او علامات پکې ښکاره شي نو بیا به یی مونږ هلته د نورو خلکو نه جدا کوو او د سفر هسټري به یی اخلو،د ناروغۍ علامات به یی اخلو او بیا به یی پیښور ته استوو.''

لنډيکوتل یو ځايي اوسېدنکې عمران شینواری وایي: ''د کوروناوایرس د معاینې دغه مرکز په تورخم کې په صفری نقطه جوړ شوی، چرته چې ډېره ګڼه ګوڼه وي نو باید دغه مرکزونه دې زیات شي او نورو ځایونو کې دې هم د معاینې لپاره ډلې وګمارل شي، تورخم نادره،میدانۍاو شهید موړ کې هم دغه ډلې پکار دي وګمارل شي.''

په تورخم کې دغه انتظامات په داسې حال کې شوي چې په ایران، افغانستان او پاکستان کې په ځينو کسانو کې د کوروناوایرس ښکاره شوی دی.

د خیبر صحت محکمې چارواکي وایي، د پېښور پولیس اینډ سروسز روغتون د کوروناوایرس ناروغانو لپاره صوبایی مرکز ګرځول شوی. د خیبر پښتونخوا له هرې ضلعې کسان هلته وروړل کېږي او د نورو ټيسټونو لپاره به ترې له دغه ځایه نمونې اسلام اباد ته لیږل کېږي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG