د لاسرسي ځای

تازه خبر

له ایرانه راستنېدلي خلک به معاینه کېږي. خیبر پښتونخوا حکومت


ایران کې د کرونا وایرس
ایران کې د کرونا وایرس

د خيبر پښتونخوا چارواکيو د هغو کسانو د معاينې فیصله کړې چې له ايران څخه ورستانه شوي دي.

د صوبې روغتيا څانګې ډپټي ډايرېکټرې ډاکټر شاهين اپرېدۍ د فبرورۍ پر ۲۵مه نېټه مشال راډیو ته وويل، دا پرېکړه يې له هغه وروسته کړې چې په ايران کې له وايرس څخه د خلکو د وژنې خبرونه خپاره شول.

د بلوچستان حکومت د فبرورۍ پر ۲۳مه نېټه پر تفتان له ايران سره پوله تړلې وه.

د ايران روغتيا وزارت چارواکي وايي، د فبرورۍ تر ۲۵مه پورې په دې هېواد کې له کرونا وايرسه د وژل شويو کسانو شمېر ۱۵ ته رسېدلی او ۹۵ په کسانو کې د وايروس تصديق شوی دی.

ډاکټر شاهين اپريدۍ زياته کړه چې دوی له ايران څخه خيبر پښتونخوا ته د ورستانه شويو هغو مساپرانو معاينه کوي چې په تېرو ۱۴ ورځو کې يې د ايران سفر کړی دی.

ددې په خبره، دوی د دغو کسانو مالومات راغونډه کړې او له ځينو سره د ټيليفون له لارې تماس نیولی او له هغو پوښتلې چې د کرونا وايروس طبي علامات ياني سخته تبه، ټوخۍ او نمونيا خو نلري.؟

خو دې زياته کړه چې تراوسه پورې يې له چين او ايران څخه د ورغليو سلګونو کسانو معاينه شوې ده خو په هيچا کې وايروس نه دی موندل شوی.

د پاکستان دريو ګاونډيو هېوادونو چين، ايران او افغانستان کې د کرونا وايروس مثبتې پېښې تصديق شوې دي.

په افغانستان او متحده عرب اماراتو کې چارواکيو په وينا له ايرانه ورستانه شويو ځينو کسانو کې د کرونا وايروس موندل شوی دی.

افغانستان له ايران سره پوله تړلې ده او متحده عرب امارات بيا د فبرورۍ پر ۲۵ مه نېټه له تهران سره پروازونه ځنډولو اعلان وکړ.

د کورونا وايروس سرچينه چين دی چې دا وروسته بيا د نړۍ نورو هېوادونو ته خور شو.

د فبرورۍ تر ۲۵مه پورې په دې وايروس د اخته کسانو شمېر تر ۸۰ زره زيات شو او ورڅخه شاوخوا ۲۷ سوه کسان وژل شوي چې لوی شمېر يې په چين کې مړه شوي دي

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG