د افغانستان مخکېني ولسمشر حامد کرزي او جهادي مشر عبدالرب الرسول سیاف ګډې هڅې پیل کړې چې د محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د ټاکنو پایلو پر سر جنجال هوار کړي.
سیاف د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې ده او کرزي له ولسمشر غني او اجراییه رییس عبدالله عبدالله سره کتلي دي او ډېر ژر به د ټاکنو رامنځته شوی کړکېچ حل شي..
د سیاف وینا وه چې دواړه (غني او عبدالله) چې ګډوډي جوړه شي: ''دواړه د خپل ولس عزت، سوکالي او ثبات غواړي."
ارګ هم دا خبر تأیيدوي چې ولسمشر له ښاغلي سیاف او کرزي سره د هېواد د روان وضعیت او سولې پروسې په اړه خبرې کړې دي.
د ولسمشرۍ مانۍ مرستیاله ویانده درانۍ وزیري وویل: "د هېواد ولسمشر محمد اشرف غني نن له غرمې مخکي استاد عبدرب رسول سیاف او د هېواد مخکېني ولسمشر حامد کرزي سره وکتل چې په دې کتنه کې د هېواد روان وضعیت او د سولې خبرو په اړه صمیمي او هر اړخیز بحث وشو."
له عبدالله سره د حامد کرزي او عبدرب الرسول سیاف په لیدنه کې د "انتخاباتو د پایلې د اعلان له امله د رامنځته شوي کړکېچ او له هغې د وتلو د لارو" په اړه بحث وشو.
په ورته وخت کې د جمعیت اسلامي ګوند د رهبرۍ یو شمېر غړو، تېره ورځ د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او کابل کې د امریکا سفارت له شارژدافیر سره کتلي دي.
د جمعیت اسلامي ګوند د رهبرۍ یو غړي د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې جمعیت ګوند امریکایي پلاوي سره د سولې او ټاکنو په تړاو خبرې کړي او د امریکایي پلاوي څخهیې د ټاکنو د وروستیو پایلو په تړاو دوه غوښتنې کړې دي چې د ټاکنو وروستیو پایلو باطل اعلانول او د محمد اشرف غني د لوړې مراسمو ته اجازه نهورکول دي.
حفیظ منصور د جمعیت د رهبرۍ شورا غړی چې په دې ناسته کې یې ګډون درلود ازادي راډیو ته داسې وویل: "د جمعیت خبره ډېره روښانه ده، ډاکتر عبدالله د جمعیت کاندید دی او له هغه ملاتړ کوي، بل زموږ وړاندیزونه همدا و چې موږ یوې سولهییزې مبارزې ته ژمن یو او موږ هڅه کوو چې خپلې هڅې د قانون په چوکاټ کې عیارې کړو او خپلې حقه غوښتنې په سولهییز ډول تعقیب کړو."
ولسمشرۍ ماڼۍ بیا وايي چې د جمعیت ګوند د تازه څرګندونو په اړه کوم نظر نهلري.
د افغانستان ولسمشرۍ ټاکنو د وروستیو پایلو له اعلان وروسته چې پر بنسټیې اوسمهالی ولسمشر محمد اشرف غني د راتلونکو نورو پنځو کلونو لپاره هم ولسمشر وټاکل شو، خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون دا پرېکړه د "ثبات او همپالنې" ټیم ونهمنله او عبدالله عبدالله ځان بریالی او د ده په وینا د یو "ټولګډونه" حکومت د جوړولو اعلانیې وکړ.
ټاکل شوې چې ولسمشر غني د افغانستان د راتلونکي ولسمشر په توګه د راتلونکې پنجشنبه په ورځ د لوړې مراسم ترسره کړي، خو ورسره د "ثبات او همپالنې" ټاکنیزه ډله هم د د دوی په وینا د "ټولګډونه" حکومت لهخوا د لوړې د مراسمو ترسره کېدو خبر ورکوي.