د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان چارواکو له ایران سره پوله وتړله


کورونا وایرس په ایران کې پنځه کسان وژلي.
کورونا وایرس په ایران کې پنځه کسان وژلي.

کوټه ـ د بلوچستان حکومت په ایران کې د کورونا وایرس د پېښو له وجې په تفتان کې له هغه هېواد سره پوله تړلې چې له وجې یې دواړو خواو ته زایرین بند پاتې دي.

دا خبره د کورنیو چارو صوبايي وزیر ضیاالله لانګو د فبرورۍ پر ۲۳مه تر هغې یوه ورځ وروسته کړی چې حکومت په مکران او رخشان ډېوېژنونو کې روغتیايي بیړنی حالت اعلان کړ.

تر اوسه په پاکستان کې د دغه وایرس مثبتې پېښې نه دي مخې ته راغلې خو دا چې له چین نه پس په ایران کې هم یاد وایرس خلک ځپلي نو دې کار اندېښنې راپارولي چې هسې نه هلته هم کرونا ورسېږي.

د بلوچستان چارواکو ایران ته له دغې صوبې نه په ورتلونکیو زیارت کوونکیو بندېز لګولی دی.

په بلوچستان صوبه کې شیعه مذهبي کسان په زیات شمېر کې ژوند کوي چې کله نه کله د مذهبي رسوماتو د اداکولو لپاره ایران ته ځي.

د بلوچستان د حکومت ویاند لیاقت شاهواني د فبرورۍ پر ۲۲مه مشال راديو ته وویل، لومړي وزیر جام کمال امر کړی چې د ایران سره پر پوله پرتو سیمو کې دې د کورونا وایرس د معاینې بیړني مرکزونه پرانېستل شي.

تر دې وړاندې د پاکستان د روغتیا وزارت یو چارواکي ډاکټر محمد سلمان هم د فبرورۍ پر ۲۲مه، دشپې ناوخته مشال راډیو ته وویل، دا چې له چینه وروسته په ایران کې هم د کورونا وایرس د خلکو ژوند اغېزمن کړی نو له دې وجې هغوی اړ شوي چې ځیني مهم حفاظتي اقدامات وکړي.

هغه وايي: «دا د نن ورځې پرمختګ دی، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ایران کې د کورونا وایرس د خوریدو خبره مخې ته راغلې ده، نو موږ ورسره پر پوله د تېرېدو پر ټولو لارو اقدامات کړي دي. ځانګړي ټیمونه مو هلته استولي او د سکریننګ یا د صحي پلټنې عمل مو شروع کړی دی.»

هلته په ایران کې چارواکو د فبرورۍ پر ۲۳مه تایید کړه چې د کورونا وایرس له وجې اته کسان مړه شوي دي.

د روغتیا وزارت ویاند کیانوش جهانپور وویل،پر دې سربېره ۴۳ نور کسان د کورونا وایرس له وجې بیمار شوي دي.

ډاکټر سلمان مشال راډیو ته وویل، د ځمکنیو لارو ترڅنګ د ایران، چین او نورو هیوادونو سره چې پاکستان د الوتکو تګ راتګ لري، په هوايي ډګرونو هم د صحي معاینو لړۍ روانه ده:

«په هوايي ډګرونو چې د ایران او د نورو هیوادونو نه پاکستان ته د الوتکو له لارې کوم مساپر راځي، د هغو صحي معاینه هم کوو څو دا خبره باوري کړو چې داسې کوم کیس پاکستان ته رانه شي.»

چین او پاکستان نږدې ګاونډي هیوادونه دي او د حکومتي شمېرو ترمخه ۲۸ زره پاکستانیان د کورونا وایرس له راتګ نه مخکې په چین کې پر زده کړو یا تجارت بوخت وو. ډېری یې اوس هم هلته دي.

ډاکټر سلمان د دې پوښتنې په ځواب کې چې یو شمېر نورو هیوادونو خپل اتباع له چینه ویستي، پاکستان څه کوي؟ همدومره وویل چې، پر دې موضوع هغه د خبرو کولو اجازه نه لري.

په چین کې د خیبر پښتونخوا ځوانان هم په بیلابیلو پوهنتونو کې پر زده کړو بوخت دي. له هغو سره په خبرو ونه توانیدو.

د پېښور د نارت وېسټ روغتون ډاکټره حفصه ریحان وايي، د پېښور روغتونونو ته ځیني ناروغان د کورونا وایرس په شک کې وروستل شوي وو چې له نورو ناروغانو څخه جلا په خونو کې ساتل شوي وو او په هېڅ یوه کې دا وایرس نه دی لیدل شوی.

نوموړې مشال راډیو ته وویل، خلک دې له حفاظتي تدابیرو نه کار واخلي ځکه چې کورونا وایرس له یو نه بل ته په اسانه خورېږي:

"خلکو له پکار دي چې ماسکونه استعمال کړي، پوره پاخه شوي خوراکونه دې کوي،او د صفایۍ خیال دې ساتي."

کورونا وایرس په اول ځل په چین کې سر پورته کړ چې تر اوسه یې له وجې ۲۳۰۰ نه زیات کسان وژل شوي.

هلته په جنوبي کوریا کې چارواکي وايي پد فبرورۍ تر ۲۲مې ۳۴۶ کسانو کې د دې وایرس پخلی شوی.

سعودي عرب او عراق خپلو اتباعو ته ویلي چې ایران ته له سفر کولو څخه دې ډډه وکړي. کویت هم اعلان کړی چې ایران ته به خپلې الوتنې ځنډوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG