د لاسرسي ځای

تازه خبر

بونېر کې د ماربلو کان نړېدو لږ تر لږه اووه تنه وژلي


د پېښې ځای

پراګ - د خیبرپښتونخوا د بونير په سلارزو سيمه کې د ماربلو یو کان نړېدلی چې له کبله یې لږ تر لږه اووه تنه وژل شوي دي.

د بونېر ډپټي کمشنر محمد خالد مشال راډیو ته وویل چې دا پېښه د فرورۍ پر ۲۲مه ماسپښین مهال رامنځ ته شوې ده.

د ده په وینا ، د مړو ځکه لومړی نهه ښودل شوی وو چې دوه مړي بیا ځلې شمارل شوي وو.

نوموړي وویل چې په دې پېښه کې پنځه تنه نور ټپي شوي دي چې پکې د دوو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی.

محمد خالد زیاته کړه چې هغه ډېر ژوبل شوي کسان د پېښور روغتون ته وړل شوي دي.

نوموړي زیاته کړې چې نور کسان لا هم تر ډبرو لاندې دي او د را اېستلو لپاره یې هڅې روانې دي.

ځايي خلک وايي چې ښايي نژدې ۳۰ کسان لا هم ورک دي.

XS
SM
MD
LG