د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر رسنیو د نااعلان شويو بندیز ضد د بلوچستان اسمبلۍ مخې ته احتجاج کوو: شهزاده ذوالفقار


د خبري غونډې عکس
د خبري غونډې عکس

کوټه - د پاکستان د خبریالانو اتحاديې ویلي چې دوي به هیڅ کله هم د مرکزي حکومت له خوا په ملک کې پر ټولنیزو رسنیو د قدغنونو پرېکړه ونه مني.

دا څرګندونې د یادې ادارې مشرانو د فرورۍ پر ۲۱مه په کوټه کې خبري غونډې ته په وینا کې کړې دي. په غونډه کې وکیلانو او د بشري حقونو د کمېشن غړو هم ګډون درلود.

دوي وویل چې د حکومت دا پرېکړه ځکه ورته د منلو وړ نه ده چې د دوي په وینا حکومت په دې اړه له پارلمان سره هیڅ سلا مشوره نده کړې.

د پاکستان د خبریالانو د اتحاديې مخکښ شهزاده ذوالفقار وویل چې پر رسنیو د نا اعلان شويو برندیزونو پرضد به د فرورۍ پر ۲۴مه د بلوچستان اسمبلۍ مخې ته احتجاجي ناسته کوي.

د ده په وینا ، دا داسې بندیزونو له کبله نه یوازې په ملک کې د ډېرو خلکو روزګار اغېزمن کړی دی بلکې په نړۍ کې هم د پاکستان د بدنامۍ سبب کېږي.

د پاکستان د بشري حقونو کمېشن د بلوچستان څانګې مشر حبیب طاهر اېډوکېټ مشال راډیو ته وویل چې له ولس سره د خپلې رایې څرګندولو لپاره هم دا یوه لاره – ټولنیزې رسنۍ – پاته شوې وه او هغه هم حکومت اخیستل غواړي.

اېډوکېټ حبیب طاهر زیاته کړه چې د بشري حقونو کمیشن غوښتنه کوي چې خلګو ته دې د ټولتیزو رسنیو له لارې د خپلې رایې څرګندولو حق ورکړل شي.

نوموړي وویل چې پر دې رسنیو چې د محدودیت کوم وړاندیز شوی دی هغه دې پارلمان ته وړاندې شي چې سیاسي ګوندونه ورباندې بحث وکړي.

حبیب طاهر وویل چې د داسې هڅو د مخنیوي لپاره دوي د پاکستان د خبریالانو له اتحادې - پي ایف یو جې -سره کلک ولاړ دي او په دې ترڅ کې به ټول ضروري ګامونه پورته کوي.

د پاکستان د سپریم کورټ بار اېسوسیېشن پخواني مشر اېډوکېټ علی احمد کرد وویل چې د داسې ناوړه ګامونو د مخنیوي لپاره به هر ځای غږ پورته کوي.

نوموړي وویل چې حکومت وار له مخه په ملک کې پر خبري رسنیو ډېر بندیزونه لګولي دي او اوس ټولنیزې رسنۍ قابو کول غواړي.

اېډوکېټ علی احمد کرد وویل چې په پاکستان کې د جمهوریت خبرې کېږي خو په اصل کې په ملک کې جمهوریت نشته.

د پاکستان مرکزي حکومت ویلي چې ځینې قوتونه د ټولنیزو رسنیو له لارې په ملک کې سیاسي ناکراري خپروي بلکې د سیاسي مشرانو کردارکشي هم کوي.

د تحریک انصاف د بلوچستان اسمبلۍ غړي او د تعلیم صوبايي وزیر سردار یار محمد رند مشال راډیو ته وویل چې کله هم خلګو ته د ټولنیزو رسنیو له لارې د مخالفینو د کردارکشۍ کولو اجازه نشي ورکولای.

XS
SM
MD
LG