د لاسرسي ځای

تازه خبر

مولانا فضل الرحمان وايي د غدارۍ تورونه یې نشي وېرولی


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

چارسده ـ د جمیعت علمای اسلام (ف) ګوند مشر مولانا فضل الرحمان وايي، د عمران خان په مشرۍ کې د تحریک انصاف ګوند د حکومت تر نسکورېدو پورې به خپله مبارزه جاري ساتي.

نوموړي د فبرورۍ پر ۱۶مه په چارسده کې د ختم نبوت کانفرانس ته د وینا پر مهال وویل، وزیراعظم عمران خان پر هغه د غدارۍ دفعه لګول غواړي خو دا کار به د حکومت خلاف د هغوی مبارزه ټکنۍ نه کړي.

عمران خان د فبرورۍ پر ۱۴مه په بني ګالا کې رسنیو ته ویلي وو، د مولانا فضل الرحمان خلاف باید د ایین د شپږم ارټیکل پر اساس د ملک سره د خیانت مقدمه وچلول شي ځکه چې هغه د منتخب حکومت پر ضد سازش کړی دی.

مولانا فضل الرحمان په چارسده کې د وینا پر مهال وویل، هغوی د هغه تاثر د ختمولو لپاره د حکومت خلاف مبارزه پیل کړې چې ګینې د عمران خان تر شا ملکي او غیر ملکي طاقتونه دي او څوک یې نه شي لرې کولی.

د جمیعت علمای اسلام ف ګوند مشر د حکومت اقتصادي پلانونه هم ناکام وبلل او زیاته یې کړه، د عمران خان حکومت بې ساري پورونه اخېستي خو د غریبانو ژوند ورځ تر بلې مخ په خرابېدو دی.

بل پلو، د پاکستان تحریک انصاف ګوند وايي، د ملک اقتصادي نظام مخ په ښه کېدو دی او د غریبو او بې وسه خلکو د سهولت لپاره یې په ملک کې د یوټیليټي سټورونو پرانیستلو لړۍ پیل کړې ده.

د تحریک انصاف ګوند چارواکي دا هم وايي چې مولانا فضل الرحمان په انتخاباتو کې تر ماتې خوړولو وروسته د حکومت ضد بیانونه ورکوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG