د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کورونا وایرس وهلو زیاتېدونکي شمېرې اندېښنې راټوکولې


ډاکټر د یوې چینايي ښځې تبه ګوري

په چین کې نن چارواکو د کورونا وایرس وهلیو کسانو لټولو لپاره د یوې نوې لارې کارولو پس هلته د کېسونو پر زیاتېدو اندېښنه ښودلې، ځکه چې د اغېزمنو کسانو پوره شمېره لا هم نه ده رپوټ شوې.

هوبي صوبه چې په بېلا بېلو ښارونو کې یې ۵۶ میلیونه کسان ګېر پاتې دي، اندېښنې دي چې وایرس یې نورو سیمو ته خور نه شي. چارواکو په یوه ورځ کې د ۲۴۳ مرګونو راپور ورکړی دی.

کورونا وایرس ته اوس په رسمي توګه د COVID-19 نوم ورکړل شوی دی او ۱۴۸۴۰ نور کسان یې اغېزمن کړي دي. د دغه وایرس له لګېدو وروسته اوس هره ورځ د مړو او اغېزمنو کسانو په شمېره کې زیاتوالی راځي.

په چین کې د کورونا وایرس د نویو کېسونو رامخته کېدو سره د مړیو شمېره ۱۳۵۵ ته رسیدلې ده او ټول ۶۰ زره کسان یې متاثره کړي دي.

له چینه بهر د کورونا وایرس لږ تر لږه ۵۶۵ کېسونه په دېرشو ځایونو کې رپوټ شوي دي، په دغو کې یو تن په فلپاین او یو په هانګ کانګ کې مړ شوی دی.

د فېسبوک تبصرې

ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG