د لاسرسي ځای

تازه خبر

حافظ سعید د ترهګرۍ په دوو مقدمو کې په ۱۱ کلن بند سزا


د جماعت الدعوه ډلې مشر حافظ سعيد
د جماعت الدعوه ډلې مشر حافظ سعيد

په لاهور کې د ترهګرۍ ضد يوه عدالت د جماعت الدعوه ډلې مشر حافظ سعيد ته د ترهګرۍ مالي ملاتړ په تور په دوو کېسونو کې ۱۱ کاله سزا واوروله.

اې ايف پي خبري اژانس د حافظ سعيد د وکيل، عمران ګيل له خولې ليکلي چې سعيد د ناقانونه ډلې د غړيتوب او غیرقانونه جايداد درلودو له امله سزا شوی دی.

هند پر حافظ سعيد تور پورې کوي چې دغلته د وسله والو ډلو سره د حملو په کولو کې مرسته کوي.

نوموړي ته دا سزا په داسې وخت کې اورول شوې چې د فبرورۍ پر شپاړلسمه د ترهګرو د مالي سرچينو او تورو پېسو سپينولو مخنيوي نړيواله اداره، ايف اې ټي ايف غونډه لري.

دې ادارې پاکستان د ترهګرو د مالي سرچينو خلاف د سم کار نه کولو له وجې په خړ ليسټ کې اچولی او په دې غونډه کې به پرېکړه کوي چې له دې ليسټه يې وباسي او که یې تور لیسټ ته ورواچوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG