د لاسرسي ځای

تازه خبر

بنو کې پر یوې نجلۍ د جنسي تېري ادعا


د ارشیف انځور: په پاکستان کې د جنسي تېریو خلاف وخت په وخت مظاهرې شوي
د ارشیف انځور: په پاکستان کې د جنسي تېریو خلاف وخت په وخت مظاهرې شوي

بنوـ د خیبر پښتونخوا د بنو پولیسو د فبرورۍ پر نهمه مشال راډیو ته وویل، یوې نجلۍ ورسره راپور درج کړی چې ګینې جنسي تېری ورباندې شوی دی.

د بنو د منډان تاڼې اېس اېچ او اسدالله مشال راډیو وويل، ۱۸ کلنې نجلۍ په راپور کې دا ادعا کړې چې د شنبې په سهار یې د رکشې یو ډرايور ته وویل چې تر منډان ګیټه پورې دې یې ورسوي خو د هغې په وینا رکشې والا هغه بل ځای ته یوړه او جنسې تېری یې پرې وکړ.

د نوموړي په خبره، نجلۍ وروسته د بنو هسپتال ته بوتلل شوه او هلته ډاکټرانو تر معاينې وروسته وويل چې د هغې پر جامو وينې وې.

د نجلۍ له خوا له پوليسو سره درج شوی راپور مشال راډیو ته هم ترلاسه شوی چې پکې ويل شوي، هغه خپل يو رشته دار په بې هوشه حالت کې د بنو زنانه هسپتال ته وړې وه.

په راپور کې راغلي، نجلۍ چې کله په هوش کې راغله نو ویې ویل، هغه ځای ورته معلوم دی چې چېرته د هغې په وینا جنسي تېری پرې شوی وو.

په اېف ای ار کې ليکل شوي، د ويرې له وجې دغه نجلۍ پر چا دعوه نه کوي خو د پوليسو په وينا له خبرو يې داسې ښکاري چې پر دې څو کسانو جنسي تېری کړی دی.

اېس اېچ او اسدالله مشال راډیو ته وويل، هغوی پلټنې کوي او له نجلۍ سره يې بيا خبرې کړې خو د هغه په وينا هغه خبرې بدلوي رابدلوي چې ورسره د پېښې په اړه شکونه پېدا شوي دي.

د نوموړي په خبره، هغوی د پېښې نور اړخونه هم څېړي او په راتلونکيو څو ورځو کې به بشپړ جزيات په ډاګه شي.

پوليس وايي، دغه انجلۍ د بنو په فاطمه خېلو کې په خيمو کې ژوند کوي، پر کورونو ګرځي او د ضرورت توکي خرڅوي.

په پاکستان کې د ښځو په جنسي توګه د ځورولو پېښې زياتې شوې دي.

د بشري حقونو سازمان هيومن رايټس کميشن اف پاکستان د ۲۰۱۸ م کال رپورټ کې ويل شوي چې د ښځو جنسي ځورونو ۸۴۵ پېښې يې ثبت کړې دي.

له ښځو او ماشومانو سره د جنسي تيريو زياتېدونکيو پېښو ته په پام سره د پاکستان سپيريم کورټ د هغه مهال مشر قاضي اصف سعيد کوسه د ۲۰۱۹م کال د جون په مياشت کې د ۱۰۱۶ ځانګړيو عدالتونو جوړولو اعلان کړی وو.

نوموړي ججانو ته په وينا کې ویلي وو چې دا عدالتونه به متاثره ښځو ته موقع ورکړي چې بې له څه ويرې او خطره ورسره د شويو ځورونو په اړه د زړه حال وويلای شي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG