د لاسرسي ځای

تازه خبر

عمران خان د خوراکي توکو بیې ټیټوي


د نرخونو لوړوالي د عمران خان محبوبیت ته صدمه رسولې.
د نرخونو لوړوالي د عمران خان محبوبیت ته صدمه رسولې.

اسلام اباد - د پاکستان وزیراعظم د فبرورۍ پر نهمه ویلي، حکومت به یې پر ګرانۍ د قابو موندلو لپاره کوټلي ګامونه پورته کوي.

المانی خبري اژانس ډي پي ای لیکي، عمران خان د خپل حکومت د ژغورلو لپاره د خوراکي توکیو د نرخونو د کمولو په شان نور اقدامات هم کول غواړي ځکه چې په ولسي کچه یې محبوبیت مخ په خرابېدو دی.

اژانس د شماریاتو یا د احصایې د ادارې په حواله لیکي، دا مهال په ملک کې بې روزګاري زیاته شوې چې ورسره انفلیشن یا افراط زر هم دومره زیات شوی چې په تېرو نهو کلونو کې یې ساری نه لیدل کېږي.

ډي پي ای لیکي وزیراعظم د اتوار پر ورځ پر ټویټر لیکلي، هغه د عام ولس له ستونزو خبر دی او د خوراکي توکیو د نرخونو د کمولو لپاره په یو لړ اقداماتو کار کوي چې پکې د فبرورۍ په ۱۱مه د کابینې په غونډه کې په همدې اړه بحث کول هم شامل دي.

د اژانس په حواله پاکستانی ولس د اوړو، بورې یا چیني او نورو خوراکي موادو د بیو لوړېدو زیات پرېشانه کړی دی. د جنورۍ په میاشت کې د اوړو بیې یو په دوه شوې، همدا حال د بورې هم دی.

وزیراعظم عمران خان د نرخونو د لوړوالي د پلټنو امر هم کړی دی.

د ۲۰۱۸م کال په انتخاباتو کې عمران خان له ولس سره ژمنه کړې وه چې که واک ته ورسېد نو د هغوی د ژوند د کچې د لوړولو لپاره به کار کوي، اقتصادي او سیاسي اصلاحات به راولي خو ډي پي ای اژانس لیکي، خان تر اوسه له ولس سره کړې ژمنې پوره کړې نه دي.

اژانس دا هم لیکي چې د پاکستان اقتصاد د مالي تاوان او د ټیکسونو د نظام د ګډ وډۍ له کبله له بحران سره مخ دی او هغه هیواد چې په کومو شرطونو تېر کال د پیسو د نړیوال صندوق یا ايي اېم اېف نه پورونه واخېستل، هغه هم په ولسي کچه محبوبیت نه لري.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG