د لاسرسي ځای

تازه خبر

چین: د کورونا وایرس له کبله د وژل شویو شمېر ۷۲۲ ته ورسېد


ارشیف

چین د فبرورۍ پر اتمه ویلي چې له کورونا وايرس د وژل شویو کسانو شمېر ۷۲۲ ته ورسېده او څلور دیرش نیم زره شپيږ څلوېښت کسان له وایره متاثره شوي دي.

په بیجنګ کې د امریکا سفارتخانې د فبرورۍ پر اتمه خبر ورکړې چې په ووهان کې یو ۶۰ کلن امریکايي وګړی له وایرسه مړ شوی.

بلخوا جاپان ویلي چې د دوی یو وګړی هم په ووهان کې له وایرسه مړ شوی دی.

بلخوا رويټرز خبري اژانس د سرکاري بيانونو په حواله وايي چې د نړۍ په ۲۷ هيوادونو کې ۳۲۰ کسانو کې دا وايرس موندل شوی دی

د راپورونو له مخه دا مهال د چين واکمن کميونسټ ګوند د ولس لخوا د هغه ډاکټر د مړينې له وجې تر سخت تنقيد لاندې دې چې په نړي واله کچه د دې وباي ناروغۍ د خپريدو نه مخکې يې تير کال په دسمبر مياشت کې ولس ته د دې وژونکي وايرس په اړه خبر دارې ورکولو خو د چارواکو لخوا ګواښل شوی و.

دا مهال په ټولنيزه ميډیا په چينايي حکومت سخت تنقيد روان دې چې دغه ۳۴ کلن ډاکټر لي وين ليانګ سره یې ښه چلند نه دې کړې.

ډاکټر لي وين ليانګ چې د سترګو ډاکټر وو د دې وايرس په اړه هغه وخت مالومات تر لاسه کړل چې د ناروغانو معاينه يې کوله.

د پوهانو په خبره د سترګو ډاکټر له وجې هغه به ناروغانو ته ډېر نېږدې کيناستو نو ځکه ورته د دې وايرس له وجې سخته ناروغي لګيدلې وه.

د فېسبوک تبصرې

ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG