د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا یو شمېر زده کوونکي د چین په ووهان کې بند پاتې دي


د ووهان ښار
د ووهان ښار

کوهاټ - د چين په ووهان پوهنتون کې د نورو تر څنګ د خیبر پښتونخوا یو شمېر زده کوونکي هم بند پاتې دي.

دوی وايي نه یوازې د کورونا وایرس له خطر سره مخامخ دي بلکې د خوراکي توکو کمي هم ورته ډېرې ستونزې جوړې کړې دي.

د خیبر پښتونخوا د بونېر یو زده کوونکي سهېل احمد وويل چې د خوراکي توکو کمي له وجې دوی په چينايي خوراکونو ګزاره کوي.

د بنو زده کوونکي امجد خان وايي دوي او ګڼ شمېر نور کسان له کورنیو سره ژوند کوي او اوس د کورونا وایرس رامنځ ته کېدو له کبله په سخت مشکل کې نښتي دي.

د ياد پوهنتون يو بل زده کوونکي شاه مشال راډیو ته وويل چې دوي يې په پوهنتون کې بند ساتلي او بهر نه شي تلای نو ځکه ورسره خوراک هم ختم شوی دی.

دې زده کوونکو غوښتنه وکړه چې دوي دې زر تر زره له هغه ځایه و اېستل شي چې په کورونا وایرس له اخته کېدو وژغورل شي.

د خیبر پښتونخوا د کوهاټ په ګډون د پاکستان په یو شمېر ښارونو کې د هغو کسانو خپلوانو احتجاجي مظاهرې هم کړې دي چې د کورنیو غړي یې په ووهان کې بند پاتې دي.

پاکستان وايي د روغتیا نړیوالې ادارې په سپارښتنه دوی نه غواړي چې د خلکو په را اېستلو دا وایرس نورو سیمو ته هم خپور شي.

د دوي په وینا ، د پاکستان پرتله هلته د یاد وایرس د درملنې ښه وسایل شته او درملنې روانې دي.

ووهان د چین هیواد هغه ښار دی چې د کورونا په نامه وایرس ورڅخه پیل شوی وو.

د چین چارواکي وايي چې دا وایرس د ۲۰۱۹م کال په ډسېمبر کې هلته د ماهیانو له یو داسې مارکېټ څخه خپور شوی وو چې ناقانونه غوښه پکې خرڅېده.

چين د فبرورۍ پر اتمه ویلي چې له کورونا وايرس څخه د وژل شوو شمير۷۳۲ ته رسېدلې ده او نژدې ۳۴ زره کسان په دې وایرس اخته شوي دي.

بلخوا رويټرز خبري اژانس د سرکاري بيانونو په حواله وايي چې د نړۍ په ۲۷ هيوادونو کې۳۲۰ کسانو کې دا وايرس موندل شوی دی.

XS
SM
MD
LG