د لاسرسي ځای

تازه خبر

حکومت د ږوب یو تاریخي مندر هندوانو ته وسپاری


د غونډې یو عکس
د غونډې یو عکس

کوټه - د بلوچستان هاي کورټ په امر د صوبې په پښتون مېشته سیمه ږوب کې تاریخي مندر هندوانو ته سپارل شوی دی.

دا مندر له تېرو ۷۰ کالو د پاکستان د حکومت په واک کې وو خو د ۲۰۲۰م کال د فرورۍ پر اوومه د یو غونډې په ترڅ کې هندوانو ته وسپارل شو.

په غونډه کې یو ځايي دیني عالم او د جمعیت علما اسلام یو مخکښ مولانا الله داد کاکړ او د بېلا بېلو ګوندونو یو شمېر ځايي سیاسي مشرانو ګډون کړی وو.

د ږوب ډپټي کمشنر طلحه سلیم غونډې ته په وینا کې وویل چې د یاد مندر هندو لږکۍ ته په سپارلو کې د ږوب مذهبي مشرانو ډېره مرسته کړې ده.

په ږوب کې د سیاسي ګوندونو مشرانو د بلوچستان های کورټ د چیف جسټس جمال خان مندوخېل ستاینه کړې چې هندوانو ته یې د دې مندر د ور سپارلو امر کړی وو.

په ږوب کې د هندانو یو ځايي مشر سلیم مشال راډیو ته وویل چې حکوممت باید دوي ته زر تر زره د شمشان ګهاټلپاره مځکه هم ورکړي.

ده وویل چې په ږوب کې تر ۷۰ زیاتې هندو کورنۍ او شاوخوا ۶۰ سیک کورنۍ ژوندی کوي.

ده وویل چې په دې مندر کې له تېرو ۳۴ کلونو راهسې د ماشومانو لپاره سپېشل سکول جوړ شوی وو.

په ږوب کې یوه ګوردواره او شپږ نور مندرونه لا هم داسې دي چې واک او اختیار یې د حکومت په لاس کې دی. دا ودانۍ د سکولونو یا بېنکونو لپاره کارول کېږي.

د هندو لږکۍ مشران وايي چې حکومت دې دا ودانۍ هم دوی ته وسپاري.

XS
SM
MD
LG