د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر ماشومانو په جنسي تېري ککړ په ډاګه زندۍ کولو قرارداد منظور


لس کلنه فرشته مومند په اسلام اباد کې له جنسي تېري پس ووژل شوه.
لس کلنه فرشته مومند په اسلام اباد کې له جنسي تېري پس ووژل شوه.

د پاکستان قامي اسمبلي، د فبرورۍ پر اوومه له ماشومانو سره د جنسي تېريو وروسته په وژنو کې ککړو کسانو ته په ډاکه زندۍ/پانسې ورکولو قرارداد منظور کړی دی.

دغه قرارداد د پارليماني چارو وفاقي وزير علي محمد خان ايوان ته وړاندي کړو.

په قرارداد کې ويل شوي چې هغو کسانو ته په ډاګه زندۍ ورکړل شي چې له ماشومانو سره جنسي تېري کولو وروسته يې وژني.

''دا اسمبلي په نوښار کې اته کلنۍ ماشومې وژنې په کلکه غندنه کوي او غوښتنه کوي چې دغه شان بې رحمانه وژنو مخه ونيول شي. دغه شان پېښو کې ککړو کسانو ته بايد سخت نه سخته سزا ورکړل شي. دغو کسانو ته نه یوازې د مرګ سزا بلکې په ډاکه ورته پانسي ورکړل شي.''

خو په قامي اسمبلي کې پيپلز ګوند د قرارداد مخالفت وکړ. د ياد ګوند غړي او پخواني وزيراعظم راجه پرويز اشرف وويل چې له سزاګانو سره په جرمونو کې کمی نه راځي.

''د هغو جرمونو چې د مرګ سزا په کې وي، په هغې کې هم اضافه شوې. حکومت بايد نورې خبري هم په پام کې ونيسي او عملي ګامونه پورته کړي. پاکستان د ملګرو ملتونو غړی هېواد دی او تاسو په ډاګه چا ته پانسي نه شی ورکولی. دا خبره په يوه ټولنه کې هم د منلو وړ نه ده. له جذباتو کار اخېستل نه دی پکار بلکې دا کتل دي چې څه کولی شو او کنه؟''

بلخوا د ساينس او ټیکنالوجي وفاقي وزير فواد چودري پر ټويټر پاڼه ليکي چې دی د قرارداد په سختو ټکو کې مخالفت کوي. نوموړي ليکلي چې دا د ظالمانه تهذيبونو طريقه وه او ټولني په متوازن طريقو سره پرمخ تللی شي.

بلخوا د بشري حقونو وفاقي وزير شرين مزاري پر ټويټر پاڼه ليکلي چې دا قرارداد حکومت نه دی وړاندې کړی بلکې دا يو انفرادي عمل دی.

په پيښور کې د ماشومانو د حقونو فعال ارشد محمود مشال راډيو ته وويل چې داسي قراردونو پرځای د پيښو مخنيوي ضروری دی.

''په قصور کې د زينب کيس مخي ته راغلي و، په هغې کې ککړ کس عمران ته پانسي هم ورکړل شوی وه. خو د هغې باوجود له قصوره او پنجابه کيسونه مخي ته راځي. له دې سره يوازې کورنۍ ته تسلي ملاوېږي. بايد چې له نورو ماشومانو سره داسې ونشي، په دې کار پکار دی. د ماشومانو د خوندي ساتلو نظام ته ضرورت دی.''

له دې مخکې قامي اسمبلي د ماشومانو حقونو لپاره د زينب ايکټ ۲۰۱۹ قانون د جنورۍ په ۱۰مه په متفقه توګه منظور کړي وو.

په پاکستان کې څېړنیزې ادارې "ساحل" په وینا، د ۲۰۱۹ز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په هغه هېواد کې پر ماشومانو د جنسي تېریو ۱،۳۰۴ پېښې ثبت شوې وې.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG