د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور: د ننګرهارۍ ماشومې نیا یې لیدو ته ورغله


د کاینات نیا یې د پېښور رحمان کمپلېکس کې لیدو ته ورغله
د کاینات نیا یې د پېښور رحمان کمپلېکس کې لیدو ته ورغله

د پېښور په رحمان میډیکل انسټيټیوټ کې د داخلې ننګرهارۍ ماشومې کاینات نیا او د تره زوی بېګا روغتون ته ورغلل.

د ننګرهار د نازیانو ولسوالۍ څلور کلنه ماشومه په سرسام اخته ده چې د فبرورۍ پر څلورمه ځینو رضاکارانو په روغتون کې بستر کړې وه.

د کاینات د کورنۍ غړیو پاسپورټ او ویزه نه لرل نو ځکه یې پر تورخم ځینو کسانو ته سپارلې وه.

د خیبر انتظامي چارواکي وايي، د کاینات نیا او تره زوی ته یې په تذکره پاکستان ته د ورتګ اجازه ورکړه. د هغې نیا سید امرو بي بي د رضاکارانو او ډاکترانو مننه وکړه. ډاکتران وايي، د کاینات روغتیايي حالت اوس لږ ښه دی.

په پېښور کې افغان او په کابل کې پاکستاني ديپلوماتانو د هغې څلور کلنې ماشومې د مرستې هوډ ښودلی چې له مور پلار بغېر په رحمان ميډيکل انسټيټيوټ کې داخله ده.

کله چې مشال راډيو د فرورۍ پر پنځمه، د هغې دا مسله د ويډيو راپور او ټولنيزو مطبوعاتو له لارې راپورته کړه نو چارواکو يې په اړه د مرستې سينه ووهله. د دې وزارت ویاند ګران هېواد پر ټويټر له مشال راډيو مننه وکړه او ویې ليکل چې په پېښور کې افغان کونسلر د کاينات پوښتنې ته ورغلی دی.

د کاينات مور پلار اته ورخې مخکې په تورخم اوښتو ته ځکه پرېښنودل شول چې د هغوی سره د پاکستان وېزه نه وه.

ځايي چارواکو مشال راډيو ته ويلي چې د کاينات خراب روغتيايي حالت ته په کتو سره يې نوموړې په لواړګې کې د هغې خپلوانو ته وسپارله. هغوی د دې د درمنې وس نه درلود نو په خپل کور کې يې وساتله. بيا د پولیو ضد ویکسينو ډلې دا ومونده او له ځايي رضاکارانو یې هغې سره د مرستې غوښتنه وکړه. همدې رضاکارانو کاينات رحمان ميډيکل انسټيټويټ (ار ايم آي) ته يوړه.

په کابل کې د پاکستاني سفارت يوه چارواکي چودري حسېن د مشال راډيو د ټويټ په ځواب کې خپل ټيليفون نمبر پرېښود او ویې ليکل: د کاينات وېزې لپاره راسره زر تماس وکړئ.

د مشال راډيو تر راپور وروسته، د کاینات له کورنۍ سره خلکو مالي مرستې پېل کړې دي.

اسلام شاه اپرېدی چې هغه یې ورغتونه ته وړې وه، د فرورۍ پر شپږمه مشال راډيو ته وويل: ''کله چې کاينات د ډاکټرانو تر معاینې وروسته سترګې خلاصې کړي نو د مور پلار پر ځای یې موږ مخې ته ولاړ وو نو هغې وژړل. خلک د کاينات لپاره چنده هم ورکوي.''

د رحمان ميډيکل انسټيټويټ چارواکي وايي اوس د کاينات حالت تر پخوا بهتره دی. د دې روغتون وياند، سجاد خان د فرورۍ په شپږمه مشال راډيو ته وويل چې د دې ماشومې وړيا درملنه کوي.

د پېښور روغتون کې داخله بې سرپرسته افغانه ماشومه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:41 0:00

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG