د لاسرسي ځای

تازه خبر

امريکايي سېنېټ ولسمشر ټرمپ له تورونو بري کړ


ولسمشر ټرمپ کانګرس ته د کلنۍ وينا پرمهال (ارشېف)
ولسمشر ټرمپ کانګرس ته د کلنۍ وينا پرمهال (ارشېف)

پر ولسمشر ټرمپ له واکه د ناوړې ګټې اخيستو او د کانګرس په چارو کې د خنډ اچولو تورونه ول.

د امريکا سېنېټ ولسمشر ټرمپ د مواخذې له تورونو بري کړی دی.

پر ولسمشر ټرمپ له واکه د ناوړې ګټې اخيستو او د کانګرس په چارو کې د خنډ اچولو تورونه ول.

د فبرورۍ پر پنځمه د دواړو تورونو په اړه په سېنېټ کې رايه اچونه وشوه.

د سېنېټ غړيو لومړۍ له واکه د ناوړه ګټې اخيستو په اړه رايې ورکړې چې په حق کې يې ۴۸ او مخالفت کې يې ۵۲ رايې واچول شوې.

د کانګرس په چارو کې د خنډ اچولو د تور په حق کې ۴۷ او په مخالفت کې يې ۵۳ رايې ورکړل شوې چې پکې د ريپبلکن ګوند سېنېټر مېټ رومني هم د تور په حق کې رایه واچوله.

د امريکا په سېنېټ کې د ولسمشر ټرمپ د مواخذې په اړه رايه اچونه وشوه.
د امريکا په سېنېټ کې د ولسمشر ټرمپ د مواخذې په اړه رايه اچونه وشوه.

په سېنېټ کې د ولسمشر ټرمپ د ريپبلکن ګوند اکثريت دی.

سپینې ماڼۍ وروسته په بيان کې وويل چې نن د ډيموکراټ ګوند له لورې د بيان په ټکو کې شرمونکې مواخذه د ولسمشر په برايت سره پای ته ورسېده.

بيان زياتوي چې لکه څنګه چې دوی له مخه ويلي چې هغه (ولسمشر ټرمپ) ګناهګار نه دی.

د ولسمشر ټرمپ د مواخذې لپاره په درې کې دوه برخې رايې پکار وې.

د امريکا سېنېټ ۱۰۰ غړي لري چې پکې ۵۳ له ريپبلکن ګوند سره تړاو لري.

تر برايت وروسته ولسمشر ټرمپ پر خپله ټويټر پاڼه وليکل چې هغه به د فبرورۍ پر شپږمه نېټه په دې اړه خپل غبرګون ورکوي.

د ولسمشر ټرمپ د انتخاباتي کمپاین مشر براډ پارسکیل په یو بیان کې ویلي چې ولسمشر په مکمله توګه له توره پاک ګرځول شوی او اوس وخت دی چې یو ځل بیا د امریکايي ولس لپاره کار وکړل شي.

په سېنېټ کې د ډیموکراټ ګوند مهم غړي چک شومر د ولسمشر ټرمپ بري کیدل بې مانا او د یوې غیرعادلانه مقدمې نتیجه بللې ده.

پر ډونلډ ټرمپ تور وو چې د يوکراين ولسمشر ته يې ويلي وو چې د امريکا پخواني مرستيال مشر جوبايډن او د هغه د زوی پرضد د درغلی قضيه پرانېزدي. جوبايډن د ۲۰۲۰م کال ولسمشريزه انتخاباتو کې د ډېموکراټ ګوند له لورې د ولسمشر ټرمپ ممکنه سيال دی.

خو ولسمشر په پرله پسې توګه دا تورونه رد کړي ول.

د پخواني ولسمشرانو اېنډريو جانسن او بل کلنټن وروسته ډونلډ ټرمپ د امريکا په تاريخ کې دريېم ولسمشر دی چې مواخذه سره مخامخ شو. خو دوی درې واړه په واک کې پاته شول.

د فېسبوک تبصرې

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG