د لاسرسي ځای

تازه خبر

غونچې د مرګ پر وخت د بچو فریاد کاوه


تصویر له ارشیفه
تصویر له ارشیفه

هغه هم یوه ورځ وه چې غونچه د ناوې په جامو کې په صوابۍ کې د ضلع دار کور ته وروړل شوه او نن هم يوه ورځ ده چې ضلع دار له خپلې مېرمنې غونچې سره ناست هغه په مرګوني حالت کې په اېمبولېنس کې هسپتال ته وړي.

ضلع دار له مردانه صوابۍ ته پر لار وو چې له يوه نامالوم نمبره ورته په ټيليفون وويل شو چې د پوليو په کارکوونکيو چې بريد شوی په هغه کې ستاسو مېرمن هم زخمي شوې ده.

ضلع دار په بیړه بیړه ځان هغې لارې ته ورسولی چې ورڅخه به اېمبولېنس تېرېدلی.

په ماشومانو په تېره بيا په څلور کلن ماشوم ډېر خپه يم ځکه هغه هروخت د مور تپوس کوي خو زه يې په يوه يا بله خبره پام واړوم. دوی چې به کله هم له ما خپه شول نو د مور غېږې ته به ولاړل او چې له موره به خپه شول نو ما له به راغلل.


''زه چې اېمبولېنس ته وختم نو خپله ښځه مې په زخمي حالت کې ولیدله. زما لومړی تپوس دا وو، چې بريدکوونکي دې وپېژانده؟ خو هغې ويل نه.''

غونچه د مرګ په خوله کې وه او ضلع دار کوشش کاوه چې تر هسپتاله يې ژوندۍ ورسوي.

''هغه سخته زخمي وه، په سپږمو يې ساه اخيستله او له خولې يې وينې بهېدلې. هغې به ويل، 'زه مړه کېږم زه مړه کېږم' خو ما به ورته ويل، سترګې مه پټوه، سترګې غړوه او که دې پټې کړې نو هسې نه مړه شې. هغې په هر ځل دا پوښتنه کوله چې هسپتال ته به کله رسېږو، هسپتال ته به کله رسېږو.''

پر غونچې او شکيله ناز د جنورۍ پر ۲۹ مه نېټه د صوابۍ په پارمولو کلي کې پر موټرساييکل سپرو دوو وسله والو هغه مهال بريد وکړ کله چې دوی د پوليو وايرس ضد کمپاين پای ته رسولو وروسته خپل دفتر ته پر لار ول.

د غونچې او شکیلې په څېر په پاکستان کې د پوليو وايرس پرضد په لسګونو کارکوونکيو وژل شوي دي.

په سرکاري توګه د وژل شويو کارکوونکيو شمېر نه دی مالوم خو د پاکستان انګريزي ژبې ورځپاڼې دي نيوز انټرنېشنل د ۲۰۲۰م کال د فبرورۍ درېمې په اداريه کې ليکلي چې له ۲۰۱۲ کله راهيسې په پاکستان کې د پوليو وايرس ضد ۱۶۰ کارکوونکي او د هغو محافظين وژل شوي دي.

ګولۍ د غونچې په بډوګي (ګرده) کې لګېدلې وې.

د دې د خاوند په وينا کله چې دوی هسپتال ته دننه شول نو ډاکټران وار له مخه د دوی په انتظار ول.

''غونچې په اېمبولېنس کې په سخت زخمي حالت کې ما ته خواست کاوه چې زما د بچو خيال به ساتې، زما د بچو خيال به ساتې.''


کله چې هغه اپرېشن تيېټر ته وړل کېده نو د ضلع دار په خبره، ''هغې زما لاس ونياو او ويل یې چې له ما څخه مه ځه، له ما څخه مه ځه.''

هلته غونچه په اپرېشن تيېټر کې وه او دلته د ضلع دار په وينا هغه بهر لکه ليونی په برنډه کې ګرځېدی راګرځېدی.

لږ وخت وروسته ډاکټران راووتل چې پکې يوه د غونچې د روغتيايی حالت په اړه د هغې خاوند ته په حال ورکولو شروع وکړه.

خو د ضلع دار په خبره، د ډاکټر لنډه خبره ورباندې اوږده شوه او په دې انتظار وو چې ژر دا واوري چې غونچه څنګه شوه؟

''کله چې ډاکټر وويل چې موږ د هغې ژوند بچ نکړای شو نو دا وخت مې سر چکر وخوړ او زړه مې له تلله ووت.''

د صوابۍ پوليو کمپاين دوې کارکوونکې وژل شوې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:15 0:00


ضلع دار چې کله داخبره په ټيليفون مشال راډیو ته کوله نو په ژړا شو.

د صوابۍ بوکو کلي اوسېدونکې ۲۸ کلنه غونچه له تېرو شاوخوا لسو کالونو راهيسې د حکومتي کارکوونکې په توګه د پوليو وايرس د له منځه وړلو په هڅو بوخته وه. خو نن دا پخپله له منځه يوړل شوه.

وسله والو يوازې غونچه نه ووژله بلکې يو خاوند يې کونډ، څلور ماشومان يې بې موره او وروڼه يې بې خوره کړل.

خو له غونچې سره تر ټولو زيات غم د خپلو ماشومانو وو.

''هغې په اېمبولېنس کې په سخت زخمي حالت کې ما ته خواست کاوه چې زما د بچو خيال به ساتې، زما د بچو خيال به ساتې.''

د غونچې مشر زوی ۱۲ کلن، يوه لور يې اته او بله يې نهه کلنه او کشر زوی يې درې کلن دی.

له غونچې سره وژل شوې د صوابۍ د بوکو کلي ۳۸ کلنه شکيله ناز خاوند شاه زمان ته په ټيليفون خبر ورکړل شو نو هغه ته وويل شو چې ستاسو مېرمن زخمي او يوه بله ښځه مړه شوې ده.

۴۰ کلن شاه زمان چې په پوليسو کې سپاهي دی او د خبر اورېدو پر وخت پخپله هم د پوليو د يوې بلې ډلې حفاظت ګمارل شوی وو.

(زه چې د هسپتال کوټې ته ورننوتم نو خپله ښځه مې مړه وليده.)

شاه زمان او ښځې يې له څلورو ورځو نه وو سره ليدلي ځکه چې هغه پر ډیوټي وو خو په خبره يې له مېرمنې سره به يې د اولادونو په اړه په ټيليفون خبرې کېدلې.

کله چې مې له شاه زمانه د شکيلې تر مرګ وروسته د هغوی د ماشومانو حال و پوښتئ نو په ټيليفون کې د هغه ږغ ورک شو او ما دا فکر وکړ چې ښايي ټيليفون پرې شوی وي خو څو شېبې وروسته مې د هغه سلګۍ واورېدلې.

دلته د هغه په حال او په خپله پوښتنه خپه او شرمنده شوم. شااوخوا يو منټ وروسته د شاه زمان سلګۍ ودرېدې او په ژړه غونې ږغ يې وویل، ''په ماشومانو په تېره بيا په څلور کلن ماشوم ډېر خپه يم ځکه هغه هروخت د مور تپوس کوي خو زه يې په يوه يا بله خبره پام واړوم. دوی چې به کله هم له ما خپه شول نو د مور غېږې ته به ولاړل او چې له موره به خپه شول نو ما له به راغلل.''

د صوابۍ د بريد ذمه واري چا نه ده منلې خو پخوا په دغسې بريدونو کې د ځينو پړه وسله والو طالبانو منلې وه.

وسله وال طالبان او ځينې ځايي ملایان ادعا کوي چې پوليو وايرس ضد کمپاين د دوی په خبره د مسلمانانو پرضد د غربي هېوادونو يو سازش دی خو د پاکستان حکومت، اسلامي نظرياتي کونسل، د ديني عالمانو ټولنو او ډاکټرانو دا تش يو پروپاګند بللی او د وايرس پرضد کمپاين له اسلامي او ساينسي پلوه سم بولي.

د چارواکيو په وينا دې پروپاګند او پر کارکوونکيو حملو کمپاين اغېزمن کړی چې له کبله يې د پوليو ناروغانو شمېر زيات شوی دی.

د پاکستان پوليو مخنيوي اداره وايي چې په ۲۰۱۸م کال کې د پوليو ناروغانو شمېر ۱۲ ته راکم شوی وو خو په ۲۰۱۹م کال کې دغه شمېر ۱۴۴ ته زيات شو.

په ۲۰۲۰ ز کال کې هم تر دا اوسه اوه ماشومان ګوزڼ وهلي دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG