د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا په حکومت کې دننه څه روان دي؟


د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ

پراګ - د خیبر پښتونخوا وزیراعلا محمود خان د جنورۍ په ۳۱ مه په اسلام اباد کې له وزیراعظم عمران خان سره وکتل او ورسره يي د صوبايي حکومت پر چارو خبرې وکړې.

دا ملاقات له هغه وروسته شوی چې د جنورۍ پر ۲۹ مه له حکومت څخه لیرې کړل شویو وزیرانو عاطف خان او شهرام خان ترکي هم له وزیراعظم عمران خان سره لیدلي وو.

د خیبر پښتونخوا پر حالاتو نظر لرونکی خبریال علي اکبر وايي د حکومت له لومړۍ ورځې د واکمن ګوند د دوو ډلو تر مینځ د وزیراعلا پر چوکۍ اختلاف راروان وو ، چې اوس نور هم څرګند شوي دي.

علي اکبر وویل چې د جنورۍ پر ۳۱مه وزیراعظم عمران خان او وزیراعلا محمود خان سره لیدلي دي او داسې ویل کیږي چې په حکومتي پریکړو کې يې وزیراعلا ته خپل ډاډ ورکړی.

اپوزیشن ګوندونو هم وخت پر وخت د حکومت پر پالیسیو او طریقه کار نیوکې کړې دي او وايي چې د دوي د ذاتي اختلاف له کبله صوبې ته ورپیښې مالي او انتظامي ستونځې نورې هم پیچلې شوې دي.

د خیبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د عوامي نیشنل ګوند پارلیماني مشر سردار حسین بابک مشال راډیو ته وویل چې دا وخت صوبه له بدترین انتظامي او مالي بحران سره مخ ده.

د ده په وینا ، له بهره مالي مرستې تړل شوې دي ، اداري فساد ډیر شوی دی او وفاقي حکومت ورله هم خپله مالي برخه نه ورکوي.

خو د صوبې د اطلاعاتو وزیر شوکت یوسفزي د فرورۍ پر لومړۍ نېټه له مشال راډیو سره په خبرو کې په حکومت دننه د اختلاف او د اپوزیشن ډلو له خوا د خرابې حکومتدارۍ تورونه رد کړل.

شوکت یوسفزي ادعا وکړه چې د نهو یا لسو غړیو د مخالفت له کبله حکومت له خطر سره نه شي مخ کیدای.

د اپوزېشن ګوندونه پر واکمن تحریک انصاف او اتحادیانو یې تور پورې کوي چې د ملک د چارو پرمخ وړلو کې پاتې راغلي دي خو حکومت دا نه مني.

دا په داسې حال کې ده چې د بلوچستان وزیراعلا جام کمال خان هم له وزیراعظم سره لیدلي وو او ورسره يې د بلوچستان پر حکومتي چارو خبرې کړې وې.

تر هغه وړاندې وزیراعظم عمران خان د جنورۍ پر ۲۶ مه لاهور ته د خپل سفر او هلته د ګوند له مشرانو سره تر ملاقاتونو وروسته د پنجاب پر وزیراعلا عثمان بزدار د خپل باور څرګندونه کړې وه.

د پنجاب له وزیراعلا سره د وزیراعظم تر ملاقات وروسته د هغې صوبې چیف سیکرټري ټولو حکومتي چارواکیو ته هدایات جاري کړي وو چې د وزیراعلا د معاینې له ډلې سره مرستې وکړي

XS
SM
MD
LG