د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شمالي وزيرستان ټرانسپورټرانو هم په پوځي عملياتو کې د ور رسېدلي تاوان غوښتنه وکړه


د شمالي وزيرستان ميرامشا او ميرعلي ټرانسپورټرانو په پوځي عملياتو کې د شويو تاوانونو د سروې او معاوضي غوښتنه کړې.

د شمالی وزيرستان د ټرانسپورټرانو اتحاديي مشر سيد جمال بيګا مشال راډيو ته وويل چې په پوځي عملياتو کې د ګاډو بارګينونه، ګاډۍ او ودانۍ ويجاړ شوي دي.

خو د خيبر پښتونخوا د ټرانسپورټ صوبايي وزير ملک شاه محمد وزير مشال راډيو ته وويل چې د سيمي ټرانسپورټرانو غوښتني پې په پام کې دي او ډير ژر به دا مسله هواره کړي.

بلخوا د ميرامشا بازار دکاندرانو د ۴۵ ورځو احتجاج وروسته په پيښور کې احتجاجي ناسته پيل کړي ده.

دوي له حکومته غوښتنه کوي چې د ويجاړ شوي دوکانونو معاوضي ورکولو لپاره اقدامات پورته کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG