د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سوات روغتیا ادارې د کورونا وایرس د مخنیوي لپاره ګامونه پورته کړي


د سېدو شریف روغتون

سوات – د خیبر پښتونخوا په سوات کې د صحت محکمې د کرونا وایرس د ممکنه ناروغانو د درملنې لپاره د لسو کټونو یو وارډ ځانګړی کړی دی.

د سوات ضلع انتظاميه او د صحت محکمه وايي چې دا وارډ یې د سيدو شريف په روغتون کې بېل کړی دی.

د صحت محکمې ځايي مشر ډاکټر اکرام شاه وايي چي هلته پر یو کس شک شوی چې په دې وایرس اخته شوی او ټیسټونه یې پېښور او اسلام اباد ته لېږل شوي دي.

د سوات صحت محکمې له خوا په خپاره شوي بیان کې ویل شوي چې دا کس ۲۶ کلن یو اینجنیر دی چې د کورونا وایرس درملنې لپاره په ځانګړي شوي وارډ کې داخل کړل شوی دی.

ډاکټر اکرام شاه په يو ويډيويي پيغام کې ویلي چې په سوات کې چينايي انجينران په بيلا بيلو سيمو کې کار کوي ځکه دغه ګامونه پورته شوي دي.

په سوات کې د بېړنیو حالاتو په وخت کې ولس ته د مرستې ورکونکي - الفجر فاونډېشن - يو ډاکټر ساحل وايي چې په ولس کې د کرونا وایرس په اړه غلط معلومات خپرېږي.

د ده په وینا دا مهال په سوات کې په دې اړه هیڅ پخلی نه دی شوی خو بیا هم احتیاط په کار دی.

پاکستانۍ رسنۍ د چارواکو لخوا ليکي چې د ملک په زياتره لويو روغتونونو کې يې داسې مرکزونه جوړ کړي چې که چا کې د کورونا وايرس پخلی وشي نو هلته به يې ساتي.

رویټرز خبري اژانس د فرورۍ پر لومړۍ نېټه لیکلي چې په چین کې تر اوسه له دې وایرس څخه لږ تر لږه ۲۶۰ ته رسېدلی دی.

فکر کېږي چې د کورونا په نامه دا وایرس د چین په ووهان ښار کې د کبانو له هغه بازاره خپور شوی چې د ځايي چارواکو په وینا غیرقانوني غوښه پکې خرڅېده.

XS
SM
MD
LG