د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورمه: یو تن د پولیس حراست کې مړ شوی


د کورمې نقشه
د کورمې نقشه

په کورمه کې د نهې په ورځ د پولیسو په حراست کې یو کس مړ شوی دی چې څه موده وړاندی د یوې ذاتي شخړې په مقدمه کې نیول شوی وو.

د کچکینې ۶۵ کلن لال جان د پاړه چینار په سب جیل کې قیدي وو چې د کورنۍ په وینا پر وخت د نه درملنې له وجی یې ساه ورکړې.

د نوموړي زوی حیدر عباس د خپل پلار د مړینې تور پر امنیتي مشرانو اچوي او وايي، په جېل کې یې پر وخت طبي سهولت نه ورکاوه او هسپتال ته د تګ نه اجازه یې د مړینې سبب ګرځېدلی.

د لال جان پر مړینه په سېشنبه ځايي خلکو او د هغه خپلوانو احتجاج هم وکړ او دا یې ویل چې ترڅو د پېښې پلټنې او انصاف ورته نه وي میلاو شو، خپل مړی نه ښخوي.

د سیمې یو تن مظاهر حسین وايي، د پاړه چینار په جیل کې د ناروغه قیدي مناسب علاج نه کېدنه د انساني حقوقو خلاف ورزي ده، پکار ده چې امنیتي چارواکي یې پوښته وکړي.

بلخوا د کورمې ضلعې د پولیسو مشر محمد قریش خان وايي، په جیل کې ناروغه قیدي ته د قانون مطابق هر هغه طبي سهولت ورکول کېږي چې ضرورت یې ولري خو که بیا هم د هغه په علاج کې ناغېړی شوی وي، ذمه وارو ته به یې سزا ورکوي چې د دی لپاره دوی تحقیقات پیل کړي دي.

د قانون له مخې، که یو قیدي ناروغه او طبعیت یې خراب شي نو په جیل کې موجود میډیکل افسرانو دا ذمه واري ده چې په وخت یې معاینه وکړي او یا یې د ضرورت په بنیاد هلته په هسپتال کې مزید علاج لپاره داخل کړي. د جیل په ضابطه کې دي چې که قیدي ډېر بیمار دی نو ځايي لوی روغتون ته یې وړي او هلته د علاج لپاره بیا پاتې کېدنه د جيل سپرټنډنټ په واک کې ده.

که یو ناروغه قیدي بلې تاڼې یا جیل ته وړل وي او هلته په روغتون کې داخلېدل ورته پکار وي نو د دې لپاره به د صوبې جیل خانه جاتو له انسپکټر جرنله اجازت نامه اخیستل ضروري وي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG