د لاسرسي ځای

تازه خبر

خبرونه

په چین کې کورونا وایرس زرګونه کسان نیولي دي

په چین کې د کورونا وایرس

چینايي چارواکي وايي، په دغه هېواد کې په ۵۹۷۴ اوسېدونکو کې کورونا وایرس موندل شوی او نور ۱۳۲ کسان ترې مړه شوي دي.

د چین روغتیا ادارې د جنورۍ پر ۲۹مه په یو بیان کې ویلي، دوی دا مهال د هغه ۹۲۳۹ کسانو څار کوي چې ډاکټرانو يې په اړه د وایرس څخه د اغیزمن کېدو اندیښنه ښودلې ده.

دا وایرس د ساه په نظام حمله کوي او تر اوسه يې له چینه بهر په اروپا، شمالي امریکا او ځېنو اسیایي هېوادونو کې هم په درځنونو کسان ځپلي دي.

ډاکټران وايي چې تبه، ټوخې او د ساه لنډیدل د دې وایرس علامتونه دي.

دا وایرس لومړۍ د چین په وهان سیمه کې موندل شوی وو.

چینايي چارواکیو د وهان په ګډون ۱۷ ښارونو ته د خلکو په تګ راتګ بندیزونه لګولي.

بلخوا د امريکا لوړپوړو روغتيايي چارواکو له چين څخه غوښتنه وکړه چې د کورونا وایرس د مخنیوي لپاره نور هم شفافيت او همکاري خپله کړي.

د امريکا روغتيا وزير اليکس ازر د جنورۍ پر۲۷مه دغه راز وويل، واشنګټن په دې اړه له پيکنګ سره همکارۍ ته چمتو دى.

د نننۍ ورځې ټول خبرونه وګورئ

د منشیاتو خلاف د کوټې پرېس کلب مخې ته لاریون

د کوټې پرېس کلب مخې ته د خضدار ځوانانو د نشه يي توکیو خلاف مظاهره وکړه. هغوی له حکومته غوښتنه کوله چې په بلوچستان صوبه کې دې د مخدره موادو مخنیوي لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي.

د ضیا خان په نوم د احتجاج یو ګډونوال وايي، حکومت باید د منشیاتو کاروباریان له بېخه وباسي.

دا هغه ځوانان دي چې له خضداره تر کوټې پورې یې د نشه يي توکیو د کاروباریانو پر ضد پلی لاریون هم کړی. د دواړو سیمو ترمنځ واټن د ۴۰۰ کیلومیترو دی.

د خضدار ځوانانو له هغې وروسته پر احتجاج لاس پورې کړی چې تېره اوونۍ په نوشکي کې یو ځايي ځوان سمیع منګل د نشه يي توکیو د پلورونکو پرضد له بیان ورکولو وروسته ناڅرګندو کسانو په ډزو وواژه.

حکومت د پېښې نوټس اخېستی او د کورنیو چارو وزیر ضیا لانګو امر کړی چې د پېښې تر شا لاس لرونکي کسان دې ژر تر ژره ونیول شي.

ایران وايي له کمزوري موقعیت نه امریکا سره خبرې نه کوي

د ارشیف انځور

د ایران ولسمشر حسن روحاني ویلي، هیواد به یې کله هم له کمزوري موقعیته یا د فشار لاندې حالت د امریکا سره خبرې ونه کړي او دا یې هم ویلي چې په منځني ختیځ کې د استحکام راوستو لپاره د تهران ته اړتیا ده.

روحاني دا څرګندونې د فبرورۍ پر ۱۶مه، په داسې حال کې کړي چې د روانې اوونۍ په پای کې په ایران کې پارلیماني ټاکنې هم تر سره کېدونکې دي.

نوموړي پر ایراني ولس غږ وکړ چې په انتخاباتو کې دې خپلې رایې وکاروي، دا په داسې حال کې ده چې زرګونه هغه کسان نا اهله ګرځول شوي چې خپل نومونه یې په انتخاباتو کې د ګډون لپاره راجستر کړي ول، په دغو کې د اوسني پارلېمان ۹۰ غړي هم شامل دي.

په ایران کې د فبرورۍ ۲۱مې ټاکنو ته په پراخ ډول د تندروو او محافظه کارو ترمنځ د مقابلې په توګه کتل کېږي.

په چین کې کورونا وایرس ۱۷۷۰ کسان وژلي

د ارشیف انځور

د چین د روغتیا ملي کمېسون د فبرورۍ پر ۱۷مه په خپل راپور کې ویلي، د فبرورۍ تر ۱۶ مې د کورونا وایرس له وجې د وژلو شویو کسانو شمېر ۱۷۷۰ ته پورته شوی.

چارواکي وايي، په ګرده نړۍ کې د کورونا وایرس له وجې ۷۱ زره کسان ناروغه شوي چې له ۷۰ زره زیات پکې په چین کې دي.

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۰۴۸ نوي کیسونه مخې ته راغلي دي. دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې په درو ورځو کې چارواکو ویلي وو، په دې وایرس د اخته شویو کسانو شمېره مخ په کمېدو ده، وړمه ورځ یواځې ۳۹ مثبت کیسونه مخې ته راغلي ول.

په چین کې د ۱۰۵ و نورو کسانو د وژل کېدو تازه خبر هم ورکړل شوی دی.

په همدې حال کې جاپاني چارواکو پر ساحل قرنطین شوې بېړۍ کې د ۷۰ نورو کسانو په کورونا وایرس د اخته کېدو راپور ورکړی چې ورسره د ټولو ناروغانو شمېره ۳۵۵ ته پورته شوې ده.

په دې سربېره د نړۍ په ۳۰ هیوادونو کې په کورونا وایرس ۵۰۰ نورې پېښې څارل شوې دي.

په فرانسه، هانګ کانګ، فلېپین او جاپان کې کورونا ۴ کسان وژلي هم دي.

په لوګر کې د وسلوالو طالبانو یو مشر نیول شوی

د لوګر امنیتي چارواکي وايي، چې د فبرورۍ پر ۱۵مه یې د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې د مرکز پل علم په اړوند سیمه کې د وسلوالو طالبانو اکمالاتي مسوول نیولی دی.

د فبرورۍ پر ۱۶مه، د لوګر د امنیه قوماندانۍ ویاند شاه پور احمدزي رسنیو ته په استول شوي غږیز پیغام کې ویلي، چې یاد کس ګل حسین نومیږي او وسلوالو طالبانو د اکمالاتو یا د وسلو او نورو توکو د رسولو مسوولیت يې پر غاړه وو.

شاپور احمدزي د نیول شوي کس په اړه نور مالومات ندي ورکړي.

د مونشن کانفرانس کې د لیبیا د شخړې پر هوارۍ خبرې

ټاکل شوې چې د مونشن په امنیتي کانفرانس کې به د یو شمېر هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران او اعلا چارواکي، په لیبیا کې د شخړې د ختمولو لپاره په شوي پر مختګ خبرې وکړي.

د فبرورۍ د ۱۶مې په غونډه کې به د هغو اقداماتو عملي کولو ته کتنه کېږي چې تېره میاشت په برلن کې شوې سر مشریزه کې پرې اتفاق شوی وو.

د لیبیا په طرابلس کې د ملګرو ملتونو ملاتړ لرونکي حکومت او د یو جنګ سالار د ډلې تر منځ جګړه کې د ډزبندۍ غوښتنه شوې ده.

ترکي د طرابلس د حکومت او روسیه د هغه پر ضد جګړه کوونکې ډلې ملاتړ کوي.

ملګرو ملتونو د دواړو د ملاتړ غندنه کړې او ویلي یې دي چې د هغوی لخوا د وسلو ورکولو له وجې په جګړه کې شدت راغلی دی.

تېره اوونۍ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د لیبیا د جګړې د ختمولو په اړه د ۵۵ نکاتو یوه تګلاره منظوره کړې وه چې پکې په هغه هېواد کې د تشدد د زیاتوالي غندنه هم شوې وه.

امریکا وايي له طالبانو سره د تشدد کمولو موافقه هیله بخښونکې ده

مارک ایسپر وايي، اوس وخت رارسيدلی چې د افغانستان شخړې ته د سیاسي حل موقع ورکړل شي. 

د امريکا د دفاع وزیر مارک ایسپر وايي، د امريکا او طالبانو ترمنځ په روانه اوونۍ کې په افغانستان کې د تشدد د کمولو موافقه "هیله بخښونکې ښکاري" خو خبرداری یې ورکړي چې دا له خطره خالي نه ده.

مارک ایسپر د فبرورۍ پر ۱۵مه د جرمني مونیخ امنیتي کنفرانس ته وویل، اوس وخت رارسيدلی چې د افغانستان شخړې ته د سیاسي حل موقع ورکړل شي.

هغه زیاته کړه چې د سولې په خاطر ځينو خطرو سره مخامخ کېدای شي.

بلخوا د افغان ولسمشر له دفتره د فبرورۍ پر ۱۵مه په خپور شوي بيان کې ويل شوي چې دا تړون شرایط لري او په راتلونکو څو اونیو کې به پای ته ورسېږي.

په بیان کې ویل شوي، امریکایي چارواکو ولسمشر اشرف غني ته ویلي چې طالبان له تشدد لاس اخستو ته تيار دي.

چین: د کورونا وایرس په کمېدو دی، نهه زره کسانو درملنه شوې

چین وايي له نهو زرو زيات کسان چې په کورونا وايرس اخته شوي وو، له درملنې وروسته له روغتونونو فارغه شوي دي.

چین د فبرورۍ پر ۱۶مه وویل، د کورونا وایرس مخ په کمېدو دی. هغوی له تېرو درو ورځو راهېسې د وایرس د کمېدو خبر ورکوي.

خو بل پلو، د روغتیا نړیوالې ادارې ویلي د چین دغه ادعا وار نه مخکې خبره ده او هغوی نه شي ویلی چې دا بحران به کوم لوري ته ځي؟

د چین چارواکو نن د فبرورۍ په ۱۶ وویل، تر اوسه د کورونا وایرس ۱۶۶۵ کسان وژلي دي او ۶۸۰۰۰ کسان یې ناروغه کړي دي.

چین دا هم وايي چې له نهو زرو زيات کسان چې په کورونا وايرس اخته شوي وو، له درملنې وروسته له روغتونونو فارغه شوي دي.

چین کې د کورونا وایرس له کبله د وژل شویو شمېر ۱۵۶۳ ته ورسېد

ارشیف

هغه کسان چې د چين پلازمېنې بيجينګ ته ستنېږي، ۱۴ ورځې اجباري قرنطین کېږي.

چینایي چارواکي هڅه کوي چې د کورونا وایرس د لا زیاتې خپرېدا مخه ونیسي.

بیجينګ ډېلي ورځپاڼې نن [د فبرورۍ پر ۱۵مه] خبر ورکړ که چا له قرنطین کولو ډډه کوله مجازات به شي.

خو تر اوسه دا څرګنده نه ده چې د اجباري قرنطین پروګرام به څرنګه پلي کېږي.

د دې ساري ناروغۍ د تلفاتو شمېر په چین کې ۱۵۶۳ ته رسېدلی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان وایي چې په ټوله نړۍ کې تر ۶۷ زره ډېر کسان په کورونا وایرس اخته شوي دي.

ایران اټومي تړون ستنېدو ته چمتو دی: ظریف

د ایران بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف (ارشیف)

د ايران بهرنيو چارو وزير جواد ظریف وايي چې هيواد يې د ۲۰۱۵م کال اټومي تړون په بشپړه توګه د عملي کولو ستنېدو ته چمتو دی خو که اروپا يې په بدل کې ايران ته اقتصادي ګټې ورکړي.

د فبرورۍ پر۱۴مه د ميونخ امنيتي غونډې ته په وینا کې جواد ظریف وویل، هيواد يې چمتو دی چې له شپږوو نړيوالو قوتونو سره له شوي تړون څخه د شاته کېدو په لړ کې ايران کوم ګامونه اخيستي دي هغه ورو کړي او یا يې بېرته راوګرځوي.

په ۲۰۱۵م کال کې ايران د خپل اټومي پروګرام محدودولو په بدل کې په اقتصادي بنديزونو کې د نرمۍ په موخه له چين، روس، بريتانيا، جرمني، فرانس او امریکا سره تړون کړی و.

په ۲۰۱۸م کال کې له دې تړون څخه د امریکايي ولسمشر ډونالډ ټرمپ له وتلو وروسته بريتانیا، فرانس او جرمني هڅه کوي چې دا تړون په خپله اصلي بڼه کې پاتې شي.

له دې تړون څخه تر وتلو وروسته ټرمپ انتظاميې پر ايران سخت اقتصادي بنديزونه لګولي.

نن له افغانستانه د شوروي ځواکونو د وتلو ۳۱مه کاليزه ده

شوروي ځواکونه په ۱۹۸۹م کال کې د افغانستان له حیرتان بندر څخه د وتلو پرمهال.

نن [د فبرورۍ پر۱۵مه] له افغانستان د پخواني شوروي ځواکونو د وتلو ۳۱مه کالیزه ده.

د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو وروستۍ پوځي ډلګۍ د ۱۹۸۹م کال د فبرورۍ پر ۱۵مه د حیرتان پر بندر تېره شوه او د افغانستان اشغال رسماً پای ته ورسېد.

له افغانستانه د پخواني شوروي ځواکونو د وروستۍ ډلګۍ مشري جنرال بوریس ګروموف کوله.

له افغانستانه د پخواني شوروي اتحاد د پوځیانو وتلو بهیر یو کال وخت ونیو.

دغه ځواکونه د ۱۹۷۹م کال په ډېسېمبر میاشت کې افغانستان ته ورننوتل.

د راپورونو پر اساس، د افغانستان د نيولو پر مهال په نهو کلونو کې د شوروي اتحاد ۱۵زره عسکر ووژل شول او ګڼ ټپیان شول. خو بلخوا میلیونونه افغانان د جګړې له کبله ووژل شول او ټپیان شول او د بېکورۍ له کبله نورو هېوادونو ته مهاجر شول.

ننګرهار کې هوایي برید اته کسان وژلي دي

افغانستان (ارشيف)

د افغانستان د ننګرهار ولايت چارواکي وایي، د جمعې په ورځ مازیګر مهال د سره رود ولسوالۍ ککړک خوړ سیمه کې بهرنیو او افغان ځانګړو ځواکونو هوایي برید تر سره کړی چې له امله یې په یو موټر کې سپاره د یوه ماشوم په ګډون اته ولسي وګړي وژل شوي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي نن سهار [د فبرورۍ پر ۱۵مه] مشال راډیو ته وویل، د برید موخه د وسله والو طالبانو امنيتي پوسته و هچې د سیمې له خلکو یې په لاقانونه توګه پیسې اخیستې، خو زیاتوي چې په برید کې ټول ولسي وګړي وژل شوي دي.

خوږیاڼی وايي چې ولایتي ادارې پر پېښه خواشینې ده او مسوولینو ته یې سپارښتنه کړې چې د پېښې جدي پلټنې وکړي.

تر دې وړاندې د ملي امنیت صفر دوه قطعې په خپره کړې اعلامیه کې ويلي و چې په برید کې وسله وال طالبان وژل شوي دي.

سېنېټ د ولسمشر ټرمپ واک محدودولو قرارداد منظور کړ

امریکا سېنېټ

د امریکا سېنېټ د ایران پرضد د پوځي اقدام په اړه د ولسمشر ډانلډ ټرمپ واک محدودولو قرارداد منظور کړی.

د قرارداد وړاندې کوونکي د ډیموکریټ ګوند سېنېټر ټیم کېن وايي چې د ایران خلاف تر بل پوځي اقدام مخکې باید ولسمشر ټرمپ له کانګریسه منظوري واخلي.

د قرارداد په منظورولو کې د ریپبلکن ګوند اته غړي له ډیموکراټانو سره مل شول، چې ۵۵ رایې یې حمایت او ۴۵ یې په مخالفت کې ورکړل شوې.

کېن او د قرارداد نورو پلویانو وویل چې د دې مقصد ولسمشر ټرمپ په نښه کول نه دي بلکې په دې ټينګار کول دي چې کانګریس د جګړې د اعلان واک لري.

د امریکا د ایین له مخې ولسمشر نه بلکې کانګریس د جګړې د اعلان واک اختیار لري.

ولسمشر ټرمپ او د هغه پلویانو ویلي چې په دې سره به ایران او نورو ممکنه مخالفینو ته غلطه اشاره ورکړل شي.

ښايي ولسمشر ټرمپ دا ګام ویټو کړي چې له مخه یې د جګړې په اړه د ولسمشر اختیار کم کړل شوی.

افغان ځواکونه د نهو وسله والو د وژلو ادعا کوي

د افغان ځواکونو عملیات

افغان پوځ په بلخ ولایت کې د طالبانو یوه مهم قومندان په ګډون د نهو وسله والو د وژنې ادعا کړې.

په شمال کې د پوځ یوه ویاند محمد حنیف رضايي تېر ماښام مشال راډیو ته وویل چې مولوي سردار محمد د فبرورۍ پر۱۳مه مازیګر د بلخ په چمتال ولسوالۍ کې په هوايي بمبارۍ کې وژل شوی دی.

د ده په خبره، نوموړی د طالبانو پوځي کمېسیون غړی وو.

رضايي زیاتوي چې په بمبارۍ کې اته نور وسله وال هم وژل شوي دي.

طالبانو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

نیب زما خلاف بېځایه کېسونه جوړوي: بلاول

بلاول بوټو

د پيپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري وايي، کله چې هم دوی د حکومتي پاليسيو خلاف احتجاج اعلان کړي نو سمدستي ورته له احتساب عدالته نوټس ورشي.

بلاول زرداري د فبرورۍ پر ۱۳مه په راولپنډۍ کې په احتساب عدالت کې د جې وي اوپل کمپنۍ او جعلي بانکي اکاونټونو مقدمه کې تر حاضرېدو وروسته خبريالانو ته وويل چې سپریم کورټ دی بېګناه وګرځولو خو له نیبه یې دا امید نه و چې پر یو ماشوم به کېس جوړوي ځکه چې دی په اووه کلنۍ کې د شرکت برخوال و.

"زموږ دا امید نه و ځکه چې د پاکستان چیف جسټس یو کال وړاندې د ټول هیواد مخې ته دا وویل خو بیا هم زموږ ځورونه روانه ده."

خو د احتساب چارو لپاره د وزير اعظم ځانګړي سلاکار شهزاد اکبر په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وويل چې د سپريم کورټ پلټینزې ډلې دغه کېس د احتساب عدالت ته وړاندې کړې و او دا چې په هېواد کې هېڅوک هم له قانونه لوړ نه دي.

نیب وايي، بلاول زرداري په اوپل کمپنۍ کې ۲۵ فیصده شیرز لري.

د نوموړي ترڅنګ د ګوند نور مشران تورن دي چې په اربونو روپۍ ېې دغه کمپنۍ ته د جعلي بانکي کاتو له لارې انتقال کړي دي.

په پېښور کې د وزیرستانيو تاجرانو پرلت دوام لري

ارشیف

د شمالي وزيرستان ميرامشا تاجرانو د فبرورۍ پر ۱۴مه هم خپل احتجاج ته دوام ورکړی.

د فبرورۍ پر ۱۳مه د پېښور په ګورنر هاوس کې د خيبر پښتونخوا ګورنر شاه فرمان په مشرۍ د ايپکس کميټۍ غونډه کې د شمالي وزيرستان متاثرينو ته د معاوضې ورکولو په اړه خبرې شوي.

د ګورنر له دفتره د فبرورۍ پر۱۳مه په یو خپور شوي بيان کې ويل شوي چې په غونډه کې د قبايلي ضلعو انتظامي ډانچې، عدلیې، پوليسو او د شمالي وزيرستان متاثرينو ته پر معاوضې ورکولو خبرې وشوې.

شاه فرمان وویل چې د قبايلي ضلعو محروميانې ختمولو لپاره ګامونه پورته کوي.

خو د شمالي وزيرستان ميرامشاه تاجرانو په سيمه کې د ۴۵ ورځو احتجاجي ناستې وروسته په پېښور کې د دوه اوونیو راهیسې احتجاجي ناسته پيل کړې.

دوی وايي چې حکومت ورسره د ړنګو شويو دوکانونو په اړه د معاوضې ورکولو ژمنې سر ته نه دي رسولي.

کوټې: کانونو کې د حفاظتي قوانینو نه عمليکولو پرضد مظاهره

دا په ۲۰۱۱م کال د کوټې سورن رېنج د یوه کاڼ تصویر دی چې په کې له چاودنې لسګونه کانکیندونکي وژل شوي ول

د پاکستان د کانکیندونکو فیډریشن په کانونو کې د حفاظتي قوانینو نه عملي کولو پر ضد د فبرورۍ پر۱۴مه د کوټې پرېس کلب مخې ته احتجاجي مظاهره کړې ده.

دا احتجاج پر داسې مهال کېږي چې د فبرورۍ پر ۱۳مه د دکۍ د کویلې په کان کې په یوه پېښه کې څلور کانکیندونکي وژل شوي وو.

په وژل شویو کې درې ورونه وو.

د کانکیندونکو فیډریشن مشران وايي چې یوازی تیره میاشت په کانونو کې په بېلا بېلو پېښو کې ۱۶ خوارېکښ وژل شوي دي.

د اتحادیې مرکزي مشر سلطان لالا په دغه اړه مشال راډیو ته وویل چې د پېښو لوی لامل د حفاظتي قوانینو نه عملي کول دي.

په دې ترڅ کې مو د ماین انسپکټریټ سره تماس ونیوو ، خو کوم چارواکې خبرو ته اماده نه وو.

د یادونې وړ ده چې د بلوچستان په بیلا بیلو برخو کې د کویلې په ۳۵۰۰ کانونو کې ۶۰ زره کسان کار کوي ، چې لوې شمیر يي د خیبر پښتونخوا د سوات او شانګلې سره تړاؤ لري.

په جرمني کې امنيتي کنفرانس پيلېږي

ارشیف

د فبرورۍ پر۱۴مه د نړۍ د ۳۵ هیوادونو مشران، امنیتي چارواکي او ډپلوماټان په جرمني کې د میونخ په امنیتي کانفرانس کې برخه اخلي.

تمه ده چې د فرانس ولسمشر ایمانول میکرون، د کانډا وزیر اعظم جسټن ټروډو او د ناټو ستر سکتر ینس ستولتنبرګ په دې درې ورځنۍ غونډه کې ګډون وکړي.

په ډپلوماټانو کې د نورو په ګډون د امریکا، چین او ایران د بهرنیو چارو وزیران شامل دي.

دا کانفرانس هر کال کېږي چې د نړۍ مهم امنیتي چارواکي پکې برخه اخلي.

سږ کال په دې کانفرانس کې د نورو نړیوالو چارو سره سره د امریکا او اروپا پر اړیکو او د امریکا او ایران ترمنځ په روان کړکیچ خبری کېږي.

د دې کانفرانس یوه مهمه برخه هغه ده، چې په کې به د امریکا دفاع او بهرنیو چارو وزیران له افغان ولسمشر اشرف غني سره ویني او ورسره به د افغانستان په سوله خبری کوي.

د غونډې پر مهال د احتجاجي مظاهرو تمه کېږي او د امنیت ټینګ ساتلو لپاره ۳۹۰۰ پولیس سرتېري ګمارل شوي دي.

'افغان حکومت تورن جنسي ځورونکي عدالت ته راکاږي'

د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې ویلي د افغانستان فوټبال فډرېشن لوړ پوړې چارواکي چې د ښځو لوبغاړو سره په جنسي ځورونو تورن او یا یې د ورته جرمونو په پټو ساتلو کې برخه اخېستې، لا هم نه دي نیول شوي.

بلخوا په لوګر ولایت کې ځینې چارواکي هڅې کوي چې په سرکاري سکولونو کې له ماشومانو سره په مبینه توګه د جنسي ناوړو کارونو د یوې ډلې په اړه پلټنې ختمې کړل شي.

د ایشیا لپاره د بشري حقونو د څار ادارې مرستیاله ډایریکټره پیټریشیا ګوسمېن وایي په افغانستان کې په جنسي ځورونو کې ککړو خلکو ته سزا ورکول یو مشکل کار دی او دا مسله هله لا زیاته شي چې پکې مشکوک کسان واک اختیار ولري.

نوموړې زیاته کړه دا دواړه کېسونه د افغان حکومت لپاره یو امتحان هم دی چې دوی د جنسي تېریو په کېسونو کې ککړو کسانو ته د استثنا نه ورکولو خپله ژمنه یقیني کړي.

مېرمن ګوسمېن له افغانستان سره پر مالي مرستندویانو هم غږ کړی دی چې پر افغان حکومت فشار واچوي چې په لوګر کې په مبینه توګه په سکولونو کې سلګونو ماشومانو سره په جنسي تیریو مشکوکو کسانو ته سزا ورکړي.

په افغانستان کې دوو فعالانو چې پروسږ کال یې د دغو جنسی زیاتیو په اړه راپور ورکړی وو د ځینو ځایي چارواکو او پر ټولنیزو رسنیو له ګواښونو سره مخامخ دي، او د افغانستان د استخباراتي ادارې لخوا نیول شوي دي.

بروکسلز کې د افغانستان په اړه د ناټو غونډه لري

په بروکسل کې د ناټو مرکز

د ناټو دفاع وزیران او د هغوی شریکان نن په بروکسل کې د غوڅ ملاتړ مأموریت په چوکاټ کې د افغانستان په اړه غونډه لري.

په ناټو کې د امریکا د متحده ایالاتو دایمي استازې کې بیلي هاچیسون ازادي راډيو ته وویل چې طالبان باید د افغانستان له حکومت او نورو افغانانو سره د سولې خبرو ته چمتووالی وښیي.

هغې زیاته کړه: "موږ هیله‌من یوو، د سولې داسې موافقه ولرو چې د بین‌الافغاني ډیالوګ پروسه پکې شامله شي."

د ناټو دفاع وزیرانو په غونډه کې به د هغو نورو هېوادو دفاع وزیران هم چې د غوڅ ملاتړ مأموریت په چوکاټ کې په افغانستان کې پوځیان لري برخه واخلي.

په دې غونډه کې د افغانستان د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد، د غوڅ ملاتړ مأموریت عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر او د افغانستان لپاره د ناټو ملکي استازی نیوکولاس کې هم ګډون کوي.

حافظ سعید د ترهګرۍ په دوو مقدمو کې په ۱۱ کلن بند سزا

د جماعت الدعوه ډلې مشر حافظ سعيد

په لاهور کې د ترهګرۍ ضد يوه عدالت د جماعت الدعوه ډلې مشر حافظ سعيد ته د ترهګرۍ مالي ملاتړ په تور په دوو کېسونو کې ۱۱ کاله سزا واوروله.

اې ايف پي خبري اژانس د حافظ سعيد د وکيل، عمران ګيل له خولې ليکلي چې سعيد د ناقانونه ډلې د غړيتوب او غیرقانونه جايداد درلودو له امله سزا شوی دی.

هند پر حافظ سعيد تور پورې کوي چې دغلته د وسله والو ډلو سره د حملو په کولو کې مرسته کوي.

نوموړي ته دا سزا په داسې وخت کې اورول شوې چې د فبرورۍ پر شپاړلسمه د ترهګرو د مالي سرچينو او تورو پېسو سپينولو مخنيوي نړيواله اداره، ايف اې ټي ايف غونډه لري.

دې ادارې پاکستان د ترهګرو د مالي سرچينو خلاف د سم کار نه کولو له وجې په خړ ليسټ کې اچولی او په دې غونډه کې به پرېکړه کوي چې له دې ليسټه يې وباسي او که یې تور لیسټ ته ورواچوي.

له پاکستانه سږ کال شاوخوا یو لک اتیا زره کسان حج ته ځي

ارشیف

د پاکستان مذهبي چارو وزير د هېواد حج پاليسي اعلان کړی او ويلي يې دي چې سږ کال به يو لک ۷۹ زره ۲۱۰ کسان حج ته لېږي.

د فبرورۍ پر ۱۱مه ماښام په اسلام اباد کې يوې خبري غونډې ته د وينا پر مهال نورالحق قادري وويل چې تر سرکاري حج سکيم لاندې به د اسلام اباد او پېښور په ګډون د هېواد د شمالي سيمو لپاره د سړي سر حج لګښت څلور لکه ۹۰ زره روپۍ او د کوټې او کراچي په ګډون د جنوبي سيمو لپاره دا لګښت څلور لکه ۸۰ زره روپۍ وي.

قادري زياته کړه چې د حج سکيم۶۰ فيصده برخه به سرکاري وي او ۴۰ فيصده به شخصي حج کمپنيو ته ورکول کېږي.

نوموړي وويل چې د هوايي سفر د لګښتونو زياتوالی او د روپيو په قدر کې کموالی د حج پېکېج د اضافې مهم لاملونه دي.

اذربايجان کې لسګونه سياسي مخالفان او کانديدان ګرفتار

په اذرباییجان کې د مظاهرې پر مهال د پولیسو لخوا یو شمېر کسانو نیول کېدو.

د اذرباييجان پوليسو تر٢٠ زيات سياسي مخالفين او خپلواک کانديدان نيولي دي.

نيول شويو کسانو د اذرباييجان د وروستيو پارلېماني انتخاباتو پر نتيجو چې نړيوالو څارونکو هم ورباندې نيوکې کړې، مظاهره کوله.

په شړيو کې پېچل شويو مظاهرچيانو د فبرورۍ پر ۱۱مه د اذرباييجان د انتخاباتو مرکزي کميسيون د دفتر مخې ته پرلت وهلى و چې د بلوا ضد پوليسو ټول پرلتوال ونيول او بسونو ته يې واچول.

د کورنيو چارو وزارت وياند احسان زاهدوف ويلي، دا غېرقانوني عمل و او احتجاج کوونکو قانون نه و مراعت کړی.

د ټاکنو مرکزي کميسيون په حواله واکمن ګوند ((نوي اذرباييجان)) د يوستوي پارلېمان په ١٢٥ څوکيو کې ٧٠ څوکۍ ګټلې دي.

نورې څوکۍ وړو ګوندونو او هغو خپلواکو کانديدانو ته رسېدلي چې ولسمشر الهام علييف ته وفادار دي.

ایران د بېلېسټیک توغندیو پرمختګ لپاره سپوږمکۍ توغولی دی: امریکا

د ایران د ظفر په نوم سټېلايت توغندي.

امريکا ايران تورن کړى چې د سټېلايټ له توغولو د بېليسټيک توغنديو د پرمختګ لپاره کار اخلي.

دا څرګندونې په داسې حال کې شوي چې ايران د يکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د ځمکې مدار ته يې د ظفر په نوم د ايران ساخت سټېلايټ توغولو هڅه ناکامه شوې ده.

د امريکا بهرنيو چارو وزير مايک پامپيو د فبرورۍ پر ۱۱مه په يوه اعلاميه کې وويل هغه ټېکنالوجي چې مدار ته د مصنوعي سپوږمکيو د توغولو لپاره کارول کېږي، په حقيقت کې د بين البراعظمي بېليسټيک توغنديو په ګډون د اوږد واټن توغنديو سيسټمونو سره يو شان او د بدلولو وړ دي.

د پامپيو په خبره هره بريالۍ يا ناکامه ازموينه ايران ته د هغو ټېکنالوجيو د کارونې تجربه ورکوي چې کولاى شي د سوله ييز خلايي پروګرام تر چتر لاندې د توغنديو په پروګرام کې ګټه ورڅخه واخيستل شي.

ايران دا تورونه رد کړي چې د مصنوعي سپوږمکۍ توغول د بېليسټيک توغنديو د پرمختګ لپاره کوي.

چین: د کورونا وایرس مړي ۱۱۱۳ته ورسېدل

په چین کې د کورونا وایرس.

د چين روغتيا ملي کميسيون د فبرورۍ پر۱۱مه ناوخته راپور ورکړ چې په تېر يو شواروز کې د کورونا وايرس له کبله ۹۷ نور کسان مړه شوي چې دا ډول په ټول هېواد کې د مړيو شمېر ۱۱۱۳ ته رسېدلی دی.

بلخوا په چين کې په دې وایرس د اخته کسانو شمېر ۴۴۶۴۳ ته رسېدلی دی.

د روغتيا نړيوالې ادارې مشر ټېډروس ګېبرييس د فبرورۍ پر ۱۱مه په جېنېوا کې د يوې غونډې پر مهال ټينګار وکړ چې هېوادونو دې د کورونا وايرس خپرېدو د جدي خطر د مخنيوي لپاره په ګډه کار وکړي.

نوموړي زياته کړه چې وايرسونه تر ترهګرو فعاليتونو زياتې زورورې نتيجې لري.

په داسې حال کې چې د کورونا وايرس ۹۹ فيصده ناروغۍ په چين کې دي او هلته بېړنی حالت دی، ټيډروس په غونډه کې وويل چې دا وايرس د نورې نړۍ لپاره هم جدي خطر دی.

ناټو د افغانستان پر سوله او امنیت بحث کوي

د ناټو نښان

په پام کې ده چې فبرورۍ پر۱۲مه او ۱۳مه د ناټو دفاع وزيران په خپله دوه ورځنۍ غونډه کې د افغانستان پر امنيت او سولې بحث وکړي.

د افغانستان دفاع سرپرست وزير اسد الله خالد، په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ د ماموريت قوماندان جنرال سکاټ مېلر او په افغانستان کې د ناټو ولسي استازى نيکولاس کې هم په دې غونډه کې ګډون لري.

ناټو ويلي چې تر ۲۰۲۴م کال پورې به افغان امنيتي ځواکونه تمويلوي.

د ناټو سرمنشي ينز ستولتنبرګ ويلي چې دغه تړون د افغانستان سولې لپاره د امريکا هڅو ملاتړ کوي.

نور پورته کړئ

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG