د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تورخم دروازه بیرته وازه شوه


تورخم دروازه
تورخم دروازه

د ننګرهار چارواکي وایي چې د شاوخوا لس ساعته ځنډ وروسته د تورخم دروازه د باروړونکو لاریو او مساپرانو د تګ راتګ لپاره بیرته پرانیستل شوه.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي وایي چې پاکستانيو چارواکو نن سهار وختي د امنیتي اندېښنو له امله د تورخم دروازه تړلې وه.

وړاندې د خیبر ضلعې امنیتي چارواکو ویلي ول چې تورخم له هغې غاړې د توپ یوه ګوله د برامداتو بندر (اېکسپورټ ټرمينل) سره نزدې راپرېوتې وه چې ځاني زيان نه لرلو خو په غرګون کې د پاکستان سرکار د تورخم دروازه وتړله چې له کبله یې د دواړو هېوادونو ترمنځ له تګ راتګ سره سره افغان بندري سوداګري او ناټو رسد په لنډمهالې توګه درول شوی وو.

له مشال راډيو سره په خبرو کې د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼي ویلي ول چې په تورخم کې د افغان او پاکستاني چارواکو تر منځ خبرې روانې دي او تمه یې ښودلې وه چې ژر به ستونزه هواره او د تورخم دروازه به د هر ډول تګ راتګ لپاره پرانیستل شي.

د ذکر ده چې له دې وړاندې هم پاکستان څو ځله په ورځو ورځو د تورخم دروازه بنده کړې ده.

د ۲۰۱۷ په فبرورۍ مياشت کې د سند صوبې په سهون سيمه کې د لعل شهباز قلندر په زيارت کې د ځانمرګي بريد ورستو پاکستان له افغانستان سره تورخم پوله په يو اړخيزه توګه د هر قسمه تګ راتګ لپاره وتړله چې تر یوې مياشتې زيات وخت پورې بنده وه چې لوجې یې له تاجرانو سره سره دواړو خواو ته ايسار خلک له سختو مشکلاتو سره مخامخ شوي ول.

وزيراعظم عمران خان د پروسږ کال په جنورۍ مياشت کې اړونده چارواکو ته هدايات جاري کړي ول چې تورخم دروازه ۲۴ ساعته خلاصه ساتلو لپاره دې ګامونه پورته کړي.

هم د تېر کال د سېپټمبر پر ۱۸مه وزير اعظم عمران خان په يوې دستوره کې په رسمي ډول دتورخم دروازه د ۲۴ ګنټو لپاره پرانستله او وينا يې وه چې ۲۴ ساعته دا لار خلاصيدل به د سيمې اقتصاد ته ترقي ورکړي او د ولس لپاره به د کار موقعې برابر کړي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG