د لاسرسي ځای

تازه خبر

چین کې کورونا وایرس ۸۰ تنه وژلي، ۲۷۰۰ ژوبل


چین: په ووهان کې روغتیايي کارمندانو له مرګوني وایرسه د ژغورنې لپاره خوندي کالي اغوستي، دوی په ووهان کې یو ناروغ تر روغتونه بدرګه کوي. ۲۰۲۰، ۲۶ جنوري

چینايي چارواکي وايي د کورونا وایرس له وجې په ټول هېواد کې تر اوسه ۸۰ تنه وژل شوي، ۲۷۰۰ اغېزمن شوي او دا نوی وایرس د لا خپرېدو په حال کې دی.

د چین روغتیا وزیر ما ژیااووي په رون وویل، ملک له سخت حالته د تېرېدو په حال کې دی. نوموړی وايي، سفري بندیزونه او نور جدي اقدامات به د هغه وایرس د زیات خپرېدو مخنیوی وکړي.

د روغتیا وزیر دا څرګندونې یې په داسې وخت کې مخې ته راغلي چې د روغتیا نړیوال سازمان مشر په یکشبه وویل، دی د کورونا وایرس په اړه له چینايي چارواکو سره د خبرو لپاره بیجبنګ ته پر لاره دی.

د نړۍ په یو شمېر هېوادونو کې له کورونا وایرسه د اغېزمندونکیو خلکو شمېر د زیاتېدو راپورونه ورکړل شوي دي. تر اوسه د کورونا وایرس له وجې ټول مرګونه په چین کې شوي دي خو د تایلینډ، اسټرالیا، امریکا، کاناډا او فرانسې په ګډون د نړۍ یو شمېر هېوادونو له هغه وایرسه د خلکو د اغېزمنېدو راپورونه ورکړي دي.

په پاکستان کې د طبعي ناورینونو سمبالولو ادارې (اېن ډي اېم اې) د کورونا وایرس نه د خوندي پاتې کېدو لپاره خلکو ته احتیاطي لارښونې کړې دي.

د یادې ادارې یوه اعلامیه وايي، خلک دې د ګڼې ګوڼې ځایونو ته نه ورځي.

اعلامیه زیاتوي، که یوڅوک سخته تبه لري او په سا اخېستو کې ورته مشکل وي نو زر دې ځان روغتون ته ورسوي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په یکشبه وویل، څه نا څه ۲۸ زره پاکستاني طالبعلمان په چین کې موجود دي چې ۵۰۰ یې یواځې په ووهان ښار کې دي.

په چین کې د پاکستان سفارت په یکشنبه وویل، تر اوسه یو پاکستاني وګړي ته هم کورونا وایرس نه دی لګېدلی.

د پاکستان په هوايي ډګرونو له چینه د ورغلیو مساپرانو چاڼ (سکرینینګ/ معاینه) کېږي چې د کورونا وایرس پاکستان ته د رسېدو مخنیوی وشي.

د فېسبوک تبصرې

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG