د لاسرسي ځای

تازه خبر

له پېښوره تر جلال اباده د اورګاډي پټلۍ غځول څومره امکان لري؟


پاکستان کې خپله د اورګاډو، وضعیت ښه نه معلومېږي.
پاکستان کې خپله د اورګاډو، وضعیت ښه نه معلومېږي.

د افغانستان او پاکستان سوداګر وايي، د دواړو هېوادونو تعلقاتو ته په کتو سره له پېښوره تر جلال اباده د اورګاډي پټلۍ غځولو پروژه ښايي عملي نشي.

د پاکستان د ريلوی وزير شیخ رشيد احمد د جنورۍ پر ۲۵مه نېټه په لاهور کې د وچ بندر د پرانیستې پرمهال ويلي ول چې د اورګاډې د مين لاين ـ يوې پروژې لاندې به پټلۍ له پېښوره جلال اباد ته غځول کېږي.

د هغې په غبرګون کې د افغانستان د ټرانسپورټ وزارت مرستيال وياند اشرف حق شناس د جنورۍ پر ۲۶مه نېټه مشال راډیو ته وويل، پاکستان هڅه کوي چې د اورګاډي پټلۍ تخنيکي او اقتصادي څېړنه بشپړه کړي څو عملي چارې يې پيل شي.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرو د ګډې خونې مشران دا غوره اقدام بولي خو وايي چې د دواړو هېوادونو تعلقاتو او په ماضي کې دغه شان پروژو ته په کتو سره ښکاري نه چې دا پروژه به عملي شي.

په پېښور کې د هغې خونې يو مشر زاهد شنواري د جنورۍ پر ۲۶مه نېټه مشال راډیو ته وويل چې د پاکستان او افغانستان تعلقات کړکېچن دي نو ښايي پروژه عملي بڼه خپله نکړای شي.

هم دا خبره په کابل کې د هغې خونې يو بل مشر خان جان الکوزي د جنورۍ پر ۲۶مه مشال راډیو ته وکړه.

نوموړي وويل، پاکستان لاهم د جلال اباد ـ تورخم دويم سړک کار بشپړ کړی نه دی نو د هغه په وينا که د اورګاډي پټلۍ برخليک د سړک په شان شي نو هيڅ ګټه به ونلري.

زاهد شنواری زياتوي، د پاکستان حکومت له پېښوره تر لنډيکوتله پورې د سېلګرو لپاره د سفاري ټرين چلولو اعلان کړی وو چې د هغه په خبره لاهم ورباندې عمل نه دی شوی.

د هغه په وينا، که حکومت تر لنډيکوتل پورې د اورګاډي چلولو پر اعلان عمل نشي کولای نو ښکاري نه چې تر جلال اباد پورې به پټلۍ وغوځولای شي.

البته خان جان الکوزی وايي چې له پېښوره تر جلال اباده د اورګاډي پټلۍ غځولو ارزښت خورا زيات دی.

د نوموړي په خبره، که پردې لاره د ټرين تګ راتګ پیل شي نو له اقتصادي پلوه به دا د پاکستان، افغانستان او منځنۍ اسيا لپاره ډېر ګټور ثابت شي.

د پاکستان د ريلوې وزير شېخ رشيد ويلي ول چې د پېښور او جلال اباد ترمنځ د ټرين پټلۍ غځولو پروژه د چين پاکستان ترمنځ د اقتصادي راهدارۍ برخه ده.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG