د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پېښور او جلال اباد تر منځ د رېل پټلۍ جوړېږي


د پاکستان او هند ترمنځ سمجوتا اېکسپرېس هم مسافر وړي، راوړي
د پاکستان او هند ترمنځ سمجوتا اېکسپرېس هم مسافر وړي، راوړي

د افغانستان د ټرانسپورټ وزارت مرستیال ویاند محمد اشرف حق شناس د جنورۍ پر ۲۶مه، مشال راډيو ته وویل، پاکستان هڅه کوي چې د هغې لارې تخنیکي او اقتصادي څېړنه بشپړه کړي چې عملي چارې یې پیل شي.

هغه وویل: "کله چې د دې لارې مطالعات او ډیزاین بشپړ شول نو مالي تمویل لپاره به دواړه هېوادونه سره کېني او په دې اړه به خبرې وکړي څو ډونران یې تمویل او عملي کار یې پیل شي."

دا په داسې حال کې ده چې د جنورۍ پر ۲۵مه، د پاکستان د رېل لارو وزیر شېخ رشید احمد وویل، چې د پاکستان رېل لار به د افغانستان تر جلال اباده وغځوي.

نوموړي وویل،چې د رېل دغه لار به ۱۵۴ کیلومیټره د سي پیک یا د چین ـ پاکستان د اقتصادي پروژو په لړ کې جوړه شي.

خو هغه دا و نه ویل چې کله به پر دې پروژې کار پیل شي؟

ترکمنستان او تاجکستان هم لېوال دي چې افغانستان سره د رېل له لارې وصل شي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG