د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه کې د اوړو ګرانۍ خلاف احتجاج


تصویر له ارشیفه
تصویر له ارشیفه

د کوټې پرېس کلب مخې ته د دوشنبې مازیګر ځینو خلکو د اوړو ګرانۍ او د بجلۍ او ګیسو لوډشېډنګ خلاف مظاهره وکړه.

یوه مظاهره چي عزت الله مشال راډیو ته وویل، د اوړو بیه دومره لوړه شوې چې غریبان خلک یې د اخېستو توان نه لري. دی زیاتوي بې وزله او بې وسله ولس به د ګیس او بجلۍ کمی وزغمي خو د اوړو ګرانی نشي برداشتوالی.

دی زیاتوي، دا وخت یو کلو اوړه په اویا روپۍ دی نو اندازه ولګوئ چې د شل کلو ګونۍ به څو وي. د ده په وینا چې غریب خلک یوازې د میاشتې په اوړو ۱۵ زره روپۍ لګوي نو د ګیس او بجلۍ بوج خو ګرسره له برداشتېدو وتلی دی.

عزت الله وايي، نو یوه بې وزله کورنۍ به پیاز، پټاټې، تماټر، غوړي او بوره څنګه پیدا کوي.

مظاهره چیانو د حکومت او ګرانۍ خلاف بېنرونه هم راخیستي ول. دوی غوښتنه کوله چې سرکار دې ژر تر ژره د ګرانۍ خلاف اقدام وکړي چې بې وزله او غریب ولس لږ د هوساینې ساه واخلي.

په مظاهره چیانو کې مله یوه بل تن سردار اورنګ شاه خلجي له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، ګیس نسته،

بجلۍ نسته، اوړه نشته، د غریب سړي ګوزاره ګرانه ده. سیف الله هم له مشال راډيو سره له ګرانۍ سر ټکاوه. دی وايي، چې دالونه، اوړه، بوره او د خوړو نور توکي له اخیستو وتلي.

خو د بلوچستان حکومت ویاند لیاقت شاهواڼی وايي، اوړه په عارضي توګه ګران شوي چې ډېر زر به یې بیې بیرته عادي حالت ته وګرځي. نوموړی زیاتوي، حکومت د غنمو دوه نیم لکه ګونۍ (بوجۍ) راغوښتې دي چې ورسره به د خلکو مشکل حل شي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG