د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان وايي امن غواړي خو د چا ترمنځ درېیمګړیتوب نه کوي


قریشي وايي امریکا ته یې واضحه کړې چې د تهران او واشنګټن ترمنځ درېیمګړیتوب نه شي کولی.
قریشي وايي امریکا ته یې واضحه کړې چې د تهران او واشنګټن ترمنځ درېیمګړیتوب نه شي کولی.

د پاکستان بهرنيوو چارو وزارت وايي، د امريکا او ايران ترمنځ د شخړې کمولو لپاره منځګړیتوب نه کوي خو په سيمه کې امن غواړي.

د یاد وزارت وياندې، عایشې فاروقي د جنورۍ په ۱۸مه مشال راډيو ته وويل، سعودي عرب او ايران ته د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي وروستي سفرونه د منځګړیتوب لپاره نه بلکې د ترينګلتيا پر کمولو د ټينګار لپاره وو.

عایشه فاروقي زیاتوي:

"د پاکستان په دریځ کې په سمدستي توګه هېڅ بدلون نه دی راغلی. شاه محمود قریشي تل ویلي چې پاکستان منځګړیتوب نه کوي بلکې دا يې ویلي چې په سیمه کې نوره ترینګلتیا د چا په ګټه نه ده. د منځګړیتوب ټکی کله هم چا نه دی کارولی او نه موږ داسې کوم تاثر ورکړی دی."

په پاکستان کې اپوزېشن سياستوالو د وزيراعظم عمران خان له خوا منځني ختيځ ته د شاه محمود قرېشي د لېږلو پر پرېکړه نيوکې کړې وې چې حکومت دې د غټو نړيوالو مسايلو لپاره د منځګړیتوب لافي نه کوي.

د جنورۍ پر دریمه د امریکا لخوا د ایراني قومندان قاسم سلیماني تر وژنې وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ تعلقات خراب شوي دي.

عایشې فاروقي دا خبرې له هغې وروسته وکړې چې د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د جنورۍ پر ۱۲مه تهران کې له ایراني او د هغې یو ورځ وروسته له سعودي چارواکو سره ولیدل او د بهرنیو چارو وزارت ترمخه، د ترینګلتیا په ختمولو او د سیمي د حالاتو په اړه یې ورسره خبرې وکړې. په دې موقع د ایران ولسمشر د پاکستان وزیراعظم عمران خان ستاینه وکړه چې هغه د سیاسي او سفارتي لارو په زریعه په سیمه کې ترینګلتیا ختمول غواړي. خو د جنورۍ پر ۱۷مه شاه محمود قریشي له خپل امریکايي سیال مایک پامپیو سره ملاقات وکړ او له هغې وروسته یې رسنیو ته وویل:

"موږ چې په څه خبرې وکړې، هغه د عراق او منځني ختیځ حالات وو. ما هغوی ته واضحه کړه چې پاکستان د ثالث رول لوبولو هېڅ اراده نه لري."

د نړیوالو اړیکو پوه ډاکټر سرفراز خان وايي، د پاکستان موجوده اقتصادي حالاتو ته په کتو داسې نه ښکاري چې دا هېواد به د کوم ګام په اوچتولو سره سعودي عرب، متحده عربي امارات او یا امریکا خپه کړي.

"د پاکستان څه داسې حیثیت نیشته چې د امریکا او ایران او یا د ایران او سعودي عرب ترمنځ د منځګړی جوړ شي. پاکستان لا له وړاندې وړاندې د سعودي د فشار له وجې د ملایشیا کانفرنس ته هم نه وو تللی. پاکستان د ثالث جوړېدو جوګه نه دی او دا احساس ورته هغه وخت وشو چې کله هغه [د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي] امریکې ته ولاړ او له چارواکو سره یې ملاقاتونه وکړل."

د نړیوالو اړیکو یو بل پوه ایاز وزیر وايي، په دې ورستیو کې د افغانستان ترڅنګ د کشمیر او د ایران مسلې هم زیاتې راپورته شوي او پاکستان یې د هوارولو هڅه کوي خو د اقتصادي ستونزو له وجې به دا هېواد څه لاس ته راوړني ونلري.

وزیراعظم عمران خان د جنورۍ پر اتمه د پوځ مشر ته ویلي وو چې د ایران، سعودي عرب او امریکا له پوځي مشرانو سره اړیکه ونیسي او دا پیغام ورته ورکړي چې پاکستان د امن لپاره خپل کردار ادا کولو ته تیار دی خو د جګړې برخه به نه جوړیږي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG