د لاسرسي ځای

تازه خبر

خامنه يي دې له خپلو بیانونو سره احتیاط کوي: ټرمپ


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر ټویټر پیغام کې د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي ته خبرداری ورکړی چې په خپلو بیانونو کې دې له احتیاطه کار واخلي.

نوموړي دا څرګندونې وروسته له هغې وکړې چې په تهران کې ټرمپ د رېشخند یا مسخره په نوم یاد کړل شو.

ټرمپ د جنورۍ پر ۱۷مه په ټویټر پیغام کې لیکلي، د ایران تش په نامه ستر مشر چې په دې وروستیو کې ستر هم نه دی پاتې شوی، د امریکا او اروپا په اړه ځیني ناوړه بیانونه ورکړي دي.

ټرمپ وايي، د ایران اقتصاد له تباهۍ سره مخ دی او خلک یې کړېږي نو خامنه يي له پکار دي چې په احتیاط دې بیانونه ورکوي.

خو نوموړي د ایران د ولس ننګه وکړه او ویې ویل، د ایران شریف ولس چې له امریکا سره مینه لري د یو داسې حکومت مستحق دی چې د هغوی د خوبونو په رښتیا کولو کې کومک وکړي، نه دا چې د غوښتنو له وجې یې ووژني.

ایت الله علي خامنه يي د جنورۍ پر ۱۷مه په تهران کې خلکو ته د وینا پر مهال وویل، پر ضد یې هغه کسان مظاهرې کوي چې د بهرنیو رسنیو په فریب کې راغلي وي خو د نوموړي په وینا دا کار د ایران د اکثریت لید لوری نشي بدلولی.

د فېسبوک تبصرې

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG