د لاسرسي ځای

تازه خبر

حکومت په قبایلي ضلعو کې د سکول ۲۷۷۲ ښوونکي ګماري


د خیبر پښتونخوا د یو سکول پخوانی عکس
د خیبر پښتونخوا د یو سکول پخوانی عکس

پېښور - د خیبر پښتونخوا د تعلیم وزیر اکبر ایوب د پینځو قبایلي ضلعو په ۴۸۴ سکولونو کې پر ۲۷۷۲ خالي څوکیو د نویو استادانو ټاکلو اعلان کړی دی.

د تعلیم د وزارت ویاند کرامت الله د جنورۍ پر ۱۸مه مشال راډیو ته وویل چې تېره شپه په یوه غونډه کې د نویو استاذانو د مقرررولو منظوري ورکړل شوې ده.

کرامت الله وايي، د دې پرېکړې له مخې به په باجوړ کې ۴۶۷، په خیبر کې ۵۴۶، مومندو کې ۴۱۵، جنوبي وزیرستان کې ۵۲۱ او اورکزو کې ۶۱۶ نوي استادان په کار ګومارل کېږي.

د دې ترڅنګ په سب ډویژن حسن خېل کې ۸۵ او سب ډویژن بنو کې ۱۲۲ استادان ټاکل کېږي.

تر دې وړاندې د قبایلي ضلعو خلکو په وار وار مظاهرو کې له حکومته غوښتنه کړې وه چې د هغوی ړنګ شوي سکولونه دې ودان کړي او استادان دې ورته ولېږي.

د اورکزی ضلعې یو اوسېدونکي عیسا خان اورکزي د جنورۍ پر څلورمه مشال راډیو ته ویلي وو چې "حکومت هر کال وايي چې د تعلیم لپاره بیړنۍ هڅې کوي، خو که د اورکزو حالت وګورئ، دلته ۴۹۳ سکولونه دي، نو په هغو کې ۵۰۰ بستونه خالي دي، نو حکومت له پکار دي چې په هغو زر نه زر خلک په کار وګوماري."

د قبایلي ضلعو یو د مدني فعال خالد احمد داوړ مشال ریډیو ته وویل چې د دوي سیمې ډېرې شاته پاته او ځپل شوې دي.

د ده په وینا ، حکومت ته په کار ده چې د دوي د سیمو د پرمختګ لپاره دې بېړني ګامونه پورته کړي.

د باجوړ د تعلیم محکمې ضلعې مشر حمیدالله جان د حکومت دا ګام ستايي او وايي چې یوازې په باجوړ کې په لسګونه سکولونه داسې دي چې استاذانو ته اړتیا لري.

حمیدالله جان وویل چې داسې ګامونه باید په ټولو قبایلي ضلعو کې واخیستل شي چې ورسره دا سیمې د تعلیم په ډګر کې وده وکړي.

په قبایلي سیمو کې په سلګونه سکونه د ترهګرۍ او د هغه پرضد د پوځي عملیاتو او قدرتي افتونو له کبله ړنګ شوي دي.

د پاکستان تحریک انصاف حکومت ادعا کوي چې ۸۵۴ سکولونه یې بیا ودان کړیدي او ډېر زر به پکې تعلیمي هلې ځلې هم پیل شي.

XS
SM
MD
LG