د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتونخوا ناویاته ژوي په ورکېدو دي


د جنورۍ په ۱۴ مه د سوات په مټه کې ځايي خلکو دغه ناویاته پړانګ په ډزو وواژه.
د جنورۍ په ۱۴ مه د سوات په مټه کې ځايي خلکو دغه ناویاته پړانګ په ډزو وواژه.

په خیبر پښتونخوا کې د اب او هوا بدلونونو، د ابادۍ ډېروالي او د ځنګلونو وهلو له کبله یوشمېر ناویاته ځناور، مرغۍ او ګڼ نور ژوي د ورکېدو له خطر سره مخامخ شوي دي.

د ګڼبڼو ژویو (حیاتي تنوع، (Biodiversity او چاپېریال پوهان وايي د ځنګلونو وهنه د ځناورو او مرغیو ګوډلې او ځالې نابودوي او نوغي یې له ورکېدو سره مخامخوي.

چاپېریال پوهان وايي، د خیبر پښتونخوا په غریزو سیمو کې چې ۲۰ کاله وړاندې کوم ځناور او مرغۍ وې، په هغو کې د ځینو ناغ/نسل د ورکیدو له خطر سره مخامخ شوی دی او د ځینو شمېر بیا ډېر لږ پاتې شوی دی.

په دغه اړه د جنورۍ پر ۱۶مه له مشال راډیو سره په خبرو کې د سوات پوهنتون استاد او د ګڼبڼو ژویو (حیاتي تنوع) شننونکی ډاکټر حسن شیر وویل ـ په نړیواله کچه د تودوښې کچې لوړېدل او د ځنګلونو وهل د ځناورو او مرغیو ژوندون له ګواښونه څېرمه کړي دي.

''ځنګل د ځناورو او مرغیو لپاره یو کور دی. چې ځنګلونه ووهل شي نو دوی هم تیت او پرک شي یا خو د غرونو سرونو ته وخېژي او یا بیا په ابادیو ورګډ شي او د وخت له تېرېدو سره ورک شي. له موږ سره شل کاله وړاندې په دې سیمه کې مېلوګان، لومبړې او شادوګان وو خو که نن تاسو وګورئ دغه ځناور له دې سیمې نابود شول.''

په پښتونخوا کې د ناویاته ځناورو او مرغیو ډولونه کوم هغهدي؟ په دغه اړه د مالاکنډ سیمې د ځنګلي ژویو څانګې مشر عبدالغفور وايي چې پښتونخوا په اسیا او په ټوله سیمه کې ځانګړې اهمیت لري ځکه چې د نړۍ ځینې ښایسته او ناویاته ځناور او مرغۍ هم د دې سیمې په ځنګلونو کې موندل کېږي.

''زموږ په صوبه کې مارخور دی چې موږ ورته په پښتو کې غرڅه وایو، له موږ سره ابیکس دی، تور میلو دی، خړ میلو دی، د واورو پړانګ دی او دا عام پړانګ دی. له موږ سره په سوات کې مرغ زرین دی، بیګر دی، کلیش دی. په بونیر او کوهاټ کې راسره زرکې، تاروګان او تنځرې دي.''

عبدالغفور نور وویل چې له منځنۍ اسیا څخه عرب سمندرګي ته د الوتکیو مرغیو لوی ګړ یا مرکزد پښتونخوا سیمه ده.

نوموړي زیاتوي، تر دې وړاندې د ځنګلي ژویو (حیات) ژغورنې لپاره چې قوانین ول هغه نیمګړي ول خو اوس حکومت نوې قانون سازي کړې ده چې له مخې يې د ځنګلي حیات خوندي ساتلو هلې ځلې نورې چټکې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د جنورۍ په ۱۴ مه د سوات په مټه کې ځايي خلکو یو ناویاته پړانګ په ډزو وویشتو او مړ يي کړ.

له دې سره سره د مرغیو ناقانونه ښکار او د مهیانو نیولو لپاره د زهرجنو توکیو او باروتو کارولو هم د دغه ځناورو له ژوند سره سره انساني چاپیریال ته هم خطرونه راڅېرمه کړي دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG