د لاسرسي ځای

تازه خبر

کاناډايي پلټونکیو په ایران کې د راغورځولې اوکراینۍ الوتکې ځای وکوت


د ایران له لوري راغورځولې اوکراینۍ الوتکې ملبه. ۲۰۲۰، ۸ جنوري
د ایران له لوري راغورځولې اوکراینۍ الوتکې ملبه. ۲۰۲۰، ۸ جنوري

کاناډا وایي، پلټونکو یې په تهران کې د هغې اوکراینۍ الوتکې د راغورځېدو ځای کتلی چې پکې د ۵۷ کاناډایانو په ګډون ۱۷۶ کسان وژل شوي دي.

دا خبره د کاناډا ټرانسپورت وزیر مارک ګارنیو په چارشنبه وکړه، خو ویې‌ ویل چې تر اوسه‌ یې پلټونکو ته اجازه نه‌ ده ورکړل شوې چې د دغې بوینګ ۷۳۷ الوتکې د الوتنې او د کابین دننه ثبت شویو غږونو ته لاسرسی پیدا کړي.

دغه الوتکه چې په تهران کې د امام خمیني له هوایي ډګره پورته شوې او اوکراین ته پر لار وه چې له الوتو څو دقیقې وروسته لږترلږه د ایران د یوه توغندي د لګېدو له امله نسکوره شوه.

دا پېښه په هغه ورځ وشوه چې ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواکونو د پخواني وژل شوي قوماندان قاسم سلیماني د غچ اخیستو لپاره په عراق کې د امریکایي ځواکونو پر دوو اډو د لیرې واټن ویشتونکي څو توغندي وویشتل.

ایرانيو چارواکو تر دې پېښې درې ورځې وروسته دا ومنله چې دا الوتکه‌ یې په تېروتنه په توغندي ویشتي او رانسکوره کړې ده.

د کاناډا ټرانسپورت وزیر تمه وښوده چې څېړونکی ټیم به‌ یې دا معلومه کړي چې څنګه او ولې د ایران پوځ دغه الوتکه ویشتې او هغه‌ یې راغورځولې ده.

په هغه پېښه کې د ۱۳ افغانانو په ګډون د ایران، کاناډا، اوکراین، سویډن او بریتانیا ۱۷۶ وګړي وژل شوي شول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG