د لاسرسي ځای

تازه خبر

چین د اربونو ډالرو امریکایي توکي اخلي


د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ، چې څنګ ته چینايی وزیر اعظم لیو هي ولاړ دی، وینا کوي. ۲۰۲۰، ۱۵م جنوري
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ، چې څنګ ته چینايی وزیر اعظم لیو هي ولاړ دی، وینا کوي. ۲۰۲۰، ۱۵م جنوري

د امریکا متحده ایالات او چین داسې مقدماتي سوداګریز تړون لاسلیک کړ چې له مخې یې پیکېنګ ژمنه کړې ده چې د اربونو ډالرو امریکایي پیداواري توکي اخلي.

د دې په ځواب کې امریکا پر یوشمېر چینايي توکیو خپله لګولې چنګۍ (غم یا مالیه) کموي.

دا چنګۍ له نږدې یو نیم کال راهیسې واشنګټن لګولې وې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ‌ یې اقتصادي جنجالونو ته لار هواره کړې وه.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ وایي چې له چین سره تجارتي تړون دواړه هېوادونه سره نېږدې کوي.

ډونالد ټرمپ دا خبرې په چارشنبه په سپینه ماڼۍ کې د هغو مراسمو پر مهال وکړې چې د دې تړون د لومړي پړاو لپاره جوړ شوي وو.

هغه وویل: "زه یوازې دا وایم چې دا دواړو چین او متحده ایالاتو ته لویه ورځ ده، دا داسې تړون دی چې خلکو له نږدې ۴۰ کلونو راهیسې په دې باره کې خبرې کولې، خو کله هم ونه‌توانېدل چې حتی یوه پاڼه لاسلیک هم ترلاسه کړي، موږ کله هم تړون نه‌درلود، دا د دواړو هېوادونو لپاره ستر تړون دی."

ولسمشر ټرمپ زیاته کړه چې اوس د ۲۰۰ اربو ډالرو مسله ده او ورو ورو به دا هر کال پسې زیاتېږي.

دا ۸۶ پاڼې تړون دی چې له دې سره به د واشنګتن او پیکېنګ ترمنځ له شاوخوا ۱۸ میاشتو راهیسې تجارتي جنجال راکم شي.

د روېټرز اژانس په باور دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د موافقې لومړۍ برخه ده چې د دې له مخې پر ټولو چینایي صادراتو چې متحده ایالاتو ته‌یې کوي چنګي (ټېکس) نه‌کمېږي، نو په دې تړاو نورو خبرو ته اړتیا شته.

په شانګهای کې د امریکايي ډالرو او چیني ین د بدلولو یو مرکز
په شانګهای کې د امریکايي ډالرو او چیني ین د بدلولو یو مرکز

د چین وزیر اعظم مرستیال لیو هي د تړون لاسلیکېدو پر مهال د چین ولسمشر شي جین پنګ پیغام ولوست چې دا تړون‌ یې ستایلی دی او ویلي یې دي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اختلافاتو د له‌منځه وړلو لپاره دې نورې خبرې هم وشي.

د تړون له مخې به چین د دوو کلونو په موده کې د نږدې ۲۰۰ اربو ډالرو په ارزښت د امریکا کرهڼیز بر (زراعتي محصولات) او نور توکي اخلي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG