د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د مومندو ګنداو بازار کې دې پر ښځو لګېدلی بندیز واخېستل شي'


د تکړه قبایلي خویندو ګډ انځور
د تکړه قبایلي خویندو ګډ انځور

د قبايلي ميرمنو حقونو لپاره مبارزه کونکی سازمان قبايلي خور او د سيمې اوسيدونکو له حکومته غوښتي چې د مومندو ضلعې د کوز ګنداو په يو بازار کې د مېرمنو په ګرځېدو او سودا اخېستو لګېدلی بنديز دې لیرې کړل شي.

د قبايلي مېرمنو حقونو لپاره مبارزه کونکی سازمان قبايلي خور او د سيمې اوسېدونکو د مومندو ضلعې د کوز ګنداو په يوه بازار کې د مېرمنو په ګرځېدو او سودا اخېستو د بنديز په سختو ټکو کې غندنه کړې.

د غير دولتي سامان قبايلي خور يوه غړې نوشين جمال د نهې پر ورځ مشال رېډيو ته وويل دوی له حکومته غوښتنه کوي چې په بازار کې د مېرمنو په ګرځېدو لګېدلی بنديز لري کړي:

"دا خو د انتظامې او پوليسو په مخ څپېړه ده. دوی اوس بازار ته د مېرمنو په ورتګ بنديز لګولی، بيا به یې له سکولونو منع کړي او يو وخت به راشي چې په دې سيمه کې به د پخوا په څېر سختدريځي بيا رامنځته شي او د هغو تاوان به يوازې ښځو ته نه بلکې سړیو ته هم وي."

د قبايلي ميرمنو حقونو لپاره مبارزه کونکي سازمان قبايلي خور او د سيمې اوسيدونکو پرون مشال رېډيو ته وويل چې د کوز ګنداو مشرانو د يوې جرګې د لارې د جنورۍ له ۱۲ مې راهيسې په چاندې نومې بازار کې د مېرمنو په ګرځېدو له دې کبله بنديز لګولی چې د دې بازاريو دکاندار په مبينه توګه د دغه سيمې له يوې جينۍ سره په پټه واده کړی او دواړه چېرته نامالوم ځای ته تللي دي.

د کوز ګنداو يو اوسيدونکي او مدني فعال ولي محمد نهې په ورځ له مشال رېډيو سره په خبرو کې وويل چې د دوی په سيمه کې اېف سي ار قانون ختم شوی خو اوس هم هلته جرګې زورورې دي او پرېکړې يې پر خلکو منل کيږي: "په دې جديد دور کې چې ښځې ډاکټرانې، انجنېرانې او پوهانې دي، په پښتنه ټولنه کې اوس هم داسې سوچونه او نظريې شته چې د ښځو له مخکې تلو وېرېږي. په دغه پېښه کې يوازې ښځه نه وه بلکې سړي هم تښتېدلی نو پکار ده چې په بازار کې د سړیو په ګرځېدو هم بنديز ولګول شي."

مشال ريډيو په وار وار هڅه وکړه چې په چندې بازار کې د مېرمنو په ګرځېدو د بنديز لګولو لپاره تورونې جرګې سره خبرې وکړو خو د جرګې غړو زموږ ټلېفون پورته نکړ. البته د مومندو ضلعې ډي پي او فضل احمد جان د جنوري پر ۱۴مه له مشال رېډيو سره په خبرو کې وويل چې دوی ته هم نن داسې مالومات ورغلي چې د مشرانو يوې جرګې د کوز ګنداو په چندې بازار کې د مېرمنو په ګرځېدو او سودا اخېستو بنديز لګولی.

نوموړی وايي نن د شورو پر ورځ به د پېښې په اړه تحقيقات کوي او له هغو ورستو به بيا کومه تګلاره خپلوي خو نوموړي پر دې اړه له څه ويلو ډډه وکړه چې د زمه وارو کسانو خلاف به څه قسمه کاروايي کوي او کنه؟

ډي پي او زیاته کړه: ''هم نن موږ ته داسې خبر راغلی چې مشرانو په بازار کې د مېرمنو پر ګرځېدو بنديز لګولی نو چې کله موږ پوره مالومات ترلاسه کړو نو له هغو وروستو به بيا څه اقدامات کوو.''

د قبايلي ميرمنو حقونو لپاره مبارزه کونکی سازمان قبايلي خور او د سيمې اوسيدونکي وايي د جرګو دا قسمه پرېکړو انديښمن کړي او وېرېږي هسې نه چې د پخوا پشان بيا د دوی په سيمو کې د مېرمنو د تعليم، صحت او نور بنيادي حقونه تر پښو لاندې کېدل پېل شي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG