د لاسرسي ځای

تازه خبر

اردوغان د لیبیا خليفه حفطار ته اخطار ورکړ


رجب طیب اردوغان
رجب طیب اردوغان

د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان ويلي که د ليبيا زورواکي خليفه حفطار ځواکونو په دې هېواد کې د نړيوالو لخوا پر پېژندل شوي حکومت بريدونو ته دوام ورکړ نو ترکيه چمتو ده چې هغه ته ((درس ورکړي)).

اردوغان نن د ټېلېويژني وينا پر مهال دا اخطار تر هغه وروسته ورکړ کله چې جنرال حفطار او په طرابلس کې د ملګرو ملتونو لخوا د پېژندل شوي ((ملي تړون حکومت)) مشر فایض السراج د څو مياشتو راهيسې د روان جنګ پر اوربند له لاسليکولو پرته له ماسکو ولاړل.

په ماسکو کې په دوشنبه دواړو مخالیفینو له يو بل سره مخامخ ملاقات و نه کړ خو ټاکل شویو پلاويو یې د بندو دروازو تر شا اووه ساعته خبرې اترې وکړې چې پکې د روسيې او ترکيې پر لوړپوړو سفارتکارانو سربېره پوځي چارواکو هم ګډون درلود.

په ليبيا کې تر هغه وروسته تشدد زيات شوی کله چې واکمن معمر قذافي په ۲۰۱۱م کال کې له واکه وغورځول شو او ووژل شو.

د ناټو ايتلافي هېواد ترکيه د ليبيا د ملي تړون حکومت ملاتړ کوي خو روسيه بيا د حفطار تر شا ولاړه ده چې د ليبيا ملي ځواک ډلې مشر دی. دغه ځواک د طرابلس د نيولو هڅه کوي.

د دوشنبې ماښام د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف او د هغه ترک سیال مولوت چاوش اوغلو ویلي ول چې السراج د سولې د لوظنامې مسوده لاسلیک کړې خو حفطار پر دې د غور لپاره وخت غوښتی دی.

په ليبيا کې د جنورۍ په ۱۲مه یو موقتي اوربند وشو چې تر مخه یې روانه درنه جګړه ودرېده خو دواړو خواوو پر یو بل د وړو وړو نښتو په ترڅ کې د ډزبندۍ د سرغړونې تورونه پورې کړي دي.

د فېسبوک تبصرې

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG