د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا-ایران ترینګلتیا کوم لور ته روانه ده؟


د ایران او امریکا بیرق
د ایران او امریکا بیرق

که څه هم امریکا او ایران ویلي،’جنګ نه غواړي‘ خو دا ویره په ډېرېدو ده چې کیدې شي دا بحران د تهران او واشنګټن له قابو بهر شي.

په دې لړ کې د امریکا په برید کې د القدس ځواک د مشر قاسم سلیماني وژنې ته د یوې لویې پارونې په سترګه کتل کېږي.

تر دې چې دې وژنې په خلیج کې د امریکا اتحادیان هم وارختا کړي او سعودي عرب د دفاع مرستیال وزیر خالد بن سلمان واشنګټن ته لیږلې دی.

ایران د سلیماني د وژنې په بدل کې په عراق کې د امریکا پر دوو پوځي اډو راکټي بریدونه وکړل خو هېڅ مرګ ژوبله يي نه ده اړولې.

ایرانيو کماندانانو ویلي ول، د دوی موخه د چا وژل نه وو. په دې انتشار کې چې د امریکا له خوا د ځوابي برید ویره هم وه، ایران ومنله چې اوکراینۍ الوتکه يې په تېروتنه ویشتلې ده. په هغه پېښه کې په الوتکه کې سپاره ټول ۱۷۶ کسان ووژل شو.

د قطر امیر شیخ تمیم بن حماد الثاني د اتوار په ورځ ایران ته د خپل سفر پر مهال وویل، دا د سیمې لپاره ډېر حساس وخت دی، نوموړي د ایران د ولسمشر حسن روحاني سره یوې شریکې خبري غونډې ته په وینا کې زیاته کړه چې د دې بحران یوازینۍ لار مکالمه ده.

ولسشمر روحاني هم وویل د ترینګلتیا ډېرېدل نه د دې سیمې په خیر دي او نه د نړۍ.

ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف عمان ته لېږلی دی. عمان هم د قطر په شان د ایران او امریکا دواړو سره ښه اړیکې لري.

د جاپان وزیراعظم شینزو ایبې هم د اتوار په ورځ په سعودي عرب کې وو. په خلیج فارس کې قراري د جاپان لپاره ډېره مهمه ده ځکه چې د جاپان د تېلو ۹۰ فیصده درامدات له خلیجه دي.

نوموړی به د خپل سفر پرمهال د ابوظهبۍ د ولیعهد او عمان د نوي ټاکل شوي باچا سلطان حیثام بن طارق السعید سره هم ملاقاتونه کوي.

وزیراعظم شینزي ایبي ویلي په مینځني ختیز کې جګړه به په نړیوال امن او قراري ډېرې لویې اغېزې پرېږدي.

په عین حال کې د شام وزیراعظم عماد خامس او د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ایران ته سفرونه کړي دي. قریشي به د سعودي چارواکیو سره هم ویني.

په واشنګټن کې د امریکا دفاع وزیر مارک ایسپر سي بي ایس ټېلېویژن ته ویلي چې امریکا بې له څه شرطونو له ایرانيو چارواکیو سره خبرو ته اماده ده.

بل خوا د ایران چارواکیو ویلي چې د اقتصادي بندیزونو لیرېکولو بغیر له امریکا سره مذاکرات نه شي کېدلی.

د فېسبوک تبصرې

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG