د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوست ولسوالیو لسګونه ښځې مسلکې ښوونکې شوې

د خوست د دریو اطرافي ولسوالیو او مرکز نږدې اتیا تنه نجونې او میرمنې د ښوونکو د روزنې له مرکزه د مسلکي ښوونکو په توګه فارغې شوې.

خوست د افغانستان له هغو ولایتونو دی، چې د پام وړ نجونې يېښوونځیو کې زده کړې کوي، خو په مرکز او ولسوالیو کې يې د ښځینهښوونکو شمېر لږ دی.

بل لوري ته د یاد ولایت د پوهنې ریاست چارواکي وایي، په ښوونځیو کې ددې نجونو او میرمنو په ګمارنې سره به د ښځینه ښوونکو د کمښت ستونزه څه نا څه کمه شي.

په خوست کې په لومړي ځل په ډېر شمېر کې د اطرافي ولسوالیو ځاځي میدان، اسماعیل خېل مندوزي، تڼیو او مرکز اړوند د ښوونکو د روزنې په حمایوي مرکزونو کې له دوه کلنو مسلکي زده کړو وروسته نږدې اتیا تنه نجونې او میرمنې فارغې شوې.

هغه جشنواره چې په همدې مناسبت د لسګونو ښځو او نجونو، همدارنګه د پوهنې د بهیر د کارکوونکو په ګډون جوړه شوې وه، ویناوالو د ښځو د تعلیم په ارزښت خبرې وکړې او ويې ویل، په ټولنه کې د ښځو له فعال ګډون او د دوی له تعلیم پرته پرمختګ نشي کیدلی.

د معصومې په نوم د ښوونکو د رزونې د مرکز یوې فارغې په خپلې مقالېکې وویل، که موږ د خپلې ټولنې او قوم ترقي غواړو، باید ښځو ته د کار او تعلیم زمینه برابره کړو.

د خوست د ښوونکو د روزنې مرکز سرپرست بخت نور بختیار وايي، پدې ولایت د نجونو ډېر ښوونځي دي، خو پدې ځای کې کلتوري محدودیتونو ته په کتو هر ځلې د کورنیو غوښتنه داوي، چې د نجونو ښوونځیو لپاره ښځينه ښوونکې وګمارلې شي.

دی زیاتوي، دوی په همدې موخه سږ کال نږدې یو نیم سل نجونې او میرمنې د مسلکي ښوونکو په توګه ټولنې ته وړاندې کوي، چې ۷۹ يې د یونسیف په مالي ملاتړ روزل شوې دي.
د دې برنامې فارغې نجونې او میرمنې هم د پوهنې په چوکاټ کې د ښځینه مسلکي ښوونکو اړتیا یادوي.

د شبنم او حسینې په نومونو دوې تنې فارغانې وايي، دلوستې او مسلکي ښځې په وجود کې د ټولې کورنۍ غړي لوستې ګرځي او د هغوی روزنه کیږي.

دوی زیاتوي، په ټولنه کې مسلکي ښځینه ښوونکو اړتیا بیخي ډېره ده، ځکه د ټولنې نیمايي قشر ښځې دي او ښځې هغه وخت زده کړو ته ډېره مخه کوي، چې د روزنې مسوولیت يې ښځې پرغاړه واخلي.

د خوست د پوهنې ریاست چارواکي وايي، راتلونکی ښوونیز کال به د دوی د فعالیتونو ډېر تمرکز د نجونو لپاره د زده کړو د ښو فرصتونو د برابرولو په برخه کې وي.

د پوهنې رئیس نصیراحمد روښان وویل، د دوی د فعالیت یوه برخه به داوي، چې د قومي مخورو او دیني عالمانو لخوا عامه پوهاوی وکړي او کورنۍ دې ته وهڅوي، چې خپلې خویندې او لوڼې ښوونځیو کې شاملې کړي.

خوست والي محمدحلیم فدایي، پدې مراسمو کې په نوي ښوونیز کال کې ښځو لپاره یو شمېر برنامې اعلان کړې.

ده وویل، د ښځینه ښوونکو یوه اتحادیه جوړوي، چې هغوی وکولی شي، لدې لارې خپلې ستونزې حل کړي، همدارنګه نوی ۹۹ یم ښوونیز کال کې به ۹۹ ښوونځیو لپاره نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپاري او د ښځینه سوداګرو لپاره به دوی ته ځانته د سوداګرۍ خونه جوړه کړي.

د خوست عالي دارالمعلمین د مسوولینو په وینا سږ کالد خوست د مرکز او ولسوالیو د ښوونکو د روزنې له مرکزونوټول ۵۱۶ تنه فارغ شوي، چې ۱۴۹ يې ښځینه ښوونکې دي.

د چارواکو په وینا، خوست کې دا مهال تر دریو لکو پورې زده کوونکي پر زده کړو بوختې دي، چې اتیا زره یې نجونې دي، خو د نجونو د تدریس لپاره د ښځینه ښوونکو شمېر لږ دی.

نور وښیئ

انځور سایز

نجیب الله الوخېل

نجیب الله الوخېل په خوست کې د مشال راډیو خبریال دی او د خوست، پکتیا، پکتیکا او لوګر په اړه رپورټونه جوړوي. 

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG