د لاسرسي ځای

تازه خبر

های کورټ: حکومت دې ادريس خټک حاضر کړي


ادريس خټک
ادريس خټک

پېښور های کورټ حکومت ته د جنورۍ تر يودېرشمې پورې وخت ورکړی چې د بشري حقونو غېب کړل شوي فعال ادريس خټک راپېدا کړي.

د نوموړي وکيل طارق افغان د جنورۍ په دولسمه مشال راډيو ته وويل د ګل په ورځ په دې اړه اورېدنه لنډه وه ځکه چې يو خو وکيلانو د حکومت خلاف د احتجاج په کولو سره له عدالتونو بايکاټ کړی او بل د حکومتي وکيلانو ځواب نیمګړی وو.

هغه زياته کړه که ادريس خټک امنيتي ځواکونو بيولی وي نو عدالت ته دې يې حاضر کړي او که یې نه وي نيولی نو بايد د هغه تښتوونکي معلوم کړي ځکه چې دا ادارې د قانون له مخې د خلکو د خوندي ساتلو دنده لري. ((موږ د پاکستان پر نيزدي ټولو امنيتي ادارو دعوه لرو. يوې ادارې سپريم کورټ ته په دې اړه خپل جواب ورکړی دی او نورو نه. له همدې وجې د دې کېس اورېدنه وځنډېده. اوس بايد معلومه شي چې ادريس خټک چيرته دی خو له نښو داسې معلومېږي چې هغه د جاسوسي ادارو سره بندي دي.))

د نومبر په ۱۳مه له اسلام اباده د نوښار پر لاره غېب کړل شوی ادريس خټک د بشري حقونو نړيوالو ادارو سره پر بېلابېلو پروژو کار کړی دی. نوموړي نن سبا د غېب کړل شوو کسانو د يو ليست جوړاوه. هغه له اسلام اباد د نوښار لپاره يو ګاډی کرايه کړی وو.

د خټک ورور ډاکټر اوېس خټک مشال راډيو ته وويل د دې ګاډي ډرايور ورته ويلي چې د صوابي انټرچېنج سره نيزدي د پوليسو څوکۍ څخه لږ ليري په ساده جامو کې پنځه کسانو ودرول. دغو تمانچو لرونکو کسانو پر ادريس خټک او ډرايور سترګې پټې کړي او نامعلوم ځای ته یې بوتلل. وروسته یې ډرايور او ګاډي خوشي خو ادريس خټک د ځان سره وساته.

اوېس خټک زياتوي اول بايد معلومه شي چې ورور يې کومې ادارې وړی دی: ((اول بايد کومه اداره دا ومني چې ادریس خټک د دوی سره دی. تر هغې وروسته به ورسره ګورو. کورنۍ مو له لوی درده تېريږي. موږ خپله قانوني لاره خپله کړې ده. چا سره جنګ نه شو کولی. نه پوهېږو چا ته ورشو.))

ادريس خټک د دوو لوڼو پلار دی په روس کې يې لوړې زده کړې کړې دي. هغه د نېشنل پارټۍ غړی هم دی خو له سياسته ډېر د بشري حقونو په اړه د کړي کار لپاره پېژندل کېږي. د پاکستان بشري حقونو خپلواک کمېشن هم د پاکستان له حکومته د نوموړي د راخوشي کولو غوښتنه کړې ده. مشال راډيو چې کله په دې اړه د پاکستان کورنيوو چارو وزير، ريټايرډ بريګيډير اعجاز شاه څخه پرون په دې اړه وپوښتل نو هغه وويل چې دی په عدالت کې په روانه مقدمه خبرې کول نه غواړي.

XS
SM
MD
LG